د لوګر سيمه ايز چارواکي وايي په دې ولايت کي د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې ده.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش طلوع ټلوېزون ته ويلي چي دغه الوتکه د يکشنبې په ورځ په محمدآغې ولسوالي کي رالوېدلې ده.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي، چي الوتکه يې د تخنيکي ستونزي او که د طالبانو په راکټ رالوېدلې ده.