د کورنيو چارو وزارت وايي چي په لوګر ولايت کي يې د حقاني شبکې دوه غړي چي پلان يې لاره چي د ټاکنو په ورځ په دې ولايت کي د رايو پر مرکزونو بريدونه ترسره کړي نيولي . د دې وزارت د کشف او جرائمو په وړاندي د مبارزې رياست وايي چي نيول سوي کسان مخکي لا د امنيتي ځواکونو تر څار لاندي ول چي تېره ورځ ونيول سول . نوموړى رياست همدا ډول وايي چي يادو کسانو تر ټاکني يوه ورځ مخکي د شپې پاڼو په وسيله خلکو ته ګواښ کړى و چي خپله رايه ونه کاروي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري د حقاني شبکې وياند څه نه دي ويلي .