کور / تازه خبرونه / کندز : اته ماشومان ووژل سول

کندز : اته ماشومان ووژل سول

د کندز ولايت په علي آباد ولسوالۍ کي د يوې چاودني په ترڅ کي اته تنه ماشومان ووژل سول . د دې ولايت والي انجنېر محمد عمر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي دغه چاودنه هغه مهال په دې ولسوالۍ کي رامنځ ته سوه چي ماشومان په لوبو بوخت ول . نوموړى وايي چي د وژل سوو ماشومانو عمرونه د لسو او ديارلسو کلو تر منځ ول . د دې ولسوالۍ ولسوال حبيب الله وايي چي چاودنه د هوان د يوې ګولۍ له کبله رامنځ ته سوې چي د طالبانو له لوري د ټاکنو پر مرکزو د توغولو دپاره په دې سيمه کي ځاى پر ځاى سوې وه خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .