کور / تازه خبرونه / لغمان : د آيساف يوه موټر يوه مېرمن مړه او يو ماشوم ژوبل کړ

لغمان : د آيساف يوه موټر يوه مېرمن مړه او يو ماشوم ژوبل کړ

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ايساف ځواکونو يوه موټر د لغمان ولايت په علي شنګ ولسوالي کي يوه مېرمن ووژله او د هغې يو ماشوم يې ژوبل کړ . په خبرپاڼه کي دا يوه ترافيکي پېښه په ګوته سوې . د خبرپاڼي په حواله چي ماشوم يې د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړى چي حالت يې د ډاډ وړ دئ .
په خبرپاڼه کي د تل په څېر يوازي د دې مېرمني پر وژل کېدو خواښيني ښودل سوې او ويل سوي چي پېښه تر څېړني لاندي ده .