هدايت الله هدايت
د ۲۰۱۰ م کال د سپټمبر ۱۶ مه
د ډېـلي ټيـلـګـراف ورځپـاڼـه
د ډېلي ټلګراف ورځپاڼه (The Daily Telegraph) په انګلستان کي د نام و نښان ورځپاڼه ده چي په لندن کي خپريږي ، دغه سهارنۍ ورځپاڼه ددې هيواد د دروو مهمو ورځپاڼو په کتار کي راځي چي په کال ۱۸۵۵ کي د Colonel Arthur B. Sleigh لخوا تأسیس سوې او په هغه وخت کي د Telegraph Courier Daily په نامه و يادېدله . د غه ورځپاڼه د کره او جالبه ګزارشو په خپرېدو سره ډېر ژر د انګرېزانو د پاملرني وړ وګرځېدله .
ډېلي ټلګراف ورځپاڼي په لومړي سر کي و ټولنيزو موضوعګانو ته زیاته پاملرنه درلودله، خو را وروسته يې اقتصادي او صنعتي برخو ته هم پام واوښت ، مفصل تاريخي ګزارشونه به يې هره ورځ خپرول څو خپل مخاطبان ور باندي مصروفه وساتي. په دې ورځپاڼه کي په شمال اوجنوب کي د امريکا د لانجوڅخه نيولې بیا د آلمان او فرانسې د څلور کلنو جګړو او همدارنګه د هسپانيا په جګړو پوري مربوط مفصل ګزارشونه خپرېدل . په هغه وخت کي دغه شاني مطالبو خپرول ښه بازار دلود او د مخاطبانو په جذبولو کې لو ونډه اخيستله . وروسته يې د خپلي ورځپاڼي نيمه صفحه ودولت او سیاست ته ځانګړې کړه څو د نورو خپرونو لاره هم ځانته خلاصه کړي تر څو خپله ګټه زیاته او د مطلب خبره هم و خپلو لوستونکو ته ورسوي .
دد غي ورځپاڼي مخاطبان زياتره د انګليسي ټولني هستمن او بډای خلک دي او په اوسني وخت کي د سیاسي لحاظه محافظه کاره يوه ښئ اړخي موضع لري . ورځپاڼه د برتانيا د محافظه کار ګوند (Conservative Party ) د رهبرۍ سره شخصي اړيکي لري او د محافظه کارانو د فعالینو په کړيو کې خپل پراخ نفوذ ساتلی دئ .
ددې ورځپاڼي کاري برنامه خاصتاً هغه برخه يې چي د سلطنتي کورنۍ په ورځني فعاليتوپوري اړه لري ډېره ډکه ده . بله برخه يې چي زیاته خندنۍ ده د مټ Matt په نامه ياديږي او د ورځپاڼي په لومړي مخ کي چاپيږي هغه هم زیات لوستونکي لري . ددې ورځپاڼي مالک تر ۲۰۰۴ پوري د مطبوعاتو قدرتمنده شخص کاناډايي تجار کنړاډ بلک Conrad Black وو . کنراډ چي د يوې يهودي ښځي سر يې واده کړی دئ يو وخت ويلي وه چي « د ورځپاڼو مسؤل مديران هغه وخت زموږ سره مخالفت کولای سي چي نورنو زموږ کارمندان نه وي . موږ د پيسوپه زور هغه څوک درولای سو چي د شا دخوا لغتې و هي. د مامورينو د معاش ورکولو مسؤل هم زه يم، بناءً دا زه يم چي تصميم نيسم ورځپاڼه بايد څه شي وليکي او څرنګه اداره سي » . نوموړي د يوې افتضاح سره د مخامختيا په وجه د هماغه کال په جون کي د ټلګراف ګروپ لميټډ(Telegraph Group) چي د هالينګر انټرنېشنل (Hollinger International) يوه برخه وه خرڅه او د په انګلستان کي د بارکلي په نامه مشهوره بانک لرونکو ميليارډر غبرګوليان وړونو ډيويډ بارکلي David Barclay او فډریک بارکلي Frederick Barclay په ۶۶۵ میلیونه سټرلنګ پونډه را نياوه . دغه د ټيلګراف ګروپ د ډېلي ټيلګراف (The Daily Telegraph)، سنډې ټيلګراف (Sunday Telegraph)،و يکلي ټلګراف (Weekly Telegraph ) او د سپيکټيکر(The Spectator) يا نندارچي په نامه مجله هم خپروي .
ډيلي ټيلګراف په اروپا کي د انګلستان لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال ۱۹۹۴ کي يې انټرنيټي ويبپاڼه د الکټرونيک ټيلګراف (Electronic Telegraph) په نامه را وايستله او د عامه سنجش له رويه ويل کيږي چي دغه سايټ په خپل نوع کي کامل ترينه سايټ دئ چي د ورځپاڼي ټوله مطالب پکښې ځای کيږي .
ډېلي ټيلګراف د انګلستان څخه علاوه په اروپا، اسټراليا او افريقا کي هم زيات لوستونکي لري ،په داسي حال کي چي په فايننشل ټايمز او وال سټريټ جورنال ورځپاڼو کي د تجارت او اسهامو خبرونه زیات خپريږي په دې ورځپاڼه کي هم د اسهامو په اړه بهترین خبرونه سته او د مطلب خلک او منابع خپله استفاده ځيني کوي . ددې ورځپاڼي تيراژ د ۸ لکو او ۱۳ لکو نسخو په شاوخوا کښته و پورته په نوسان کي دئ . ډېلي ټيلګراف د انګلستان وروستۍ ورځپاڼه ده چي د خپل چاپ غټ فورم يې لا ترواسه ساتلی او نه يې دئ ايسته کړی .
مأخذونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Daily_Telegraph
http://en.wikipedia.org/wiki/Hollinger_Inc.
ددې لړۍ خپرې سوي برخي :
۱ –سريزه
۲- هندو
۳- فرانس پريس
۴- الاهرام
۵- رويټر
۷- ايتارتاس
۹- بي بي سي
۱۰- شينهوا
۱۱- واشنگټن پوست
۱۲- نيويارک ټايمز
۱۳- وال سټريټ ژورنال
۱۴- سي اين اين
۱۵- شپيگل
۱۶- لومونډ
۱۷- الجزيره
۱۸- يوميوري شيمبون
۱۹- اساهي شيمبون
۲۰- فايننشييل ټايمز
۲۱ – ټايمز آف اينډيا
۲۲ – ګارډين
۲۳ – د اکونوميسټ
۲۴ – اينډيپنډنټ
۲۵ – ډېلي ټيلگراف