کور / تازه خبرونه / غزنى :د خواجه عمري ولسوالۍ نيمايي خلکو رايي کار کړي

غزنى :د خواجه عمري ولسوالۍ نيمايي خلکو رايي کار کړي

د خواجه عمري ولسوالۍ د قومي شورا مشر سميع الله وايي چي د دې ولسوالۍ نيمايي خلکو د تېري ورځي د ولسي جرګې په ټاکنو کي د دې امله ګډون ونه کړ چي وسله وال طالبان به يې ګوتي ور پرې کړي . هغه وويل چي د خواجه عمري ولسوالۍ اته زره درې سوه نارينه او ښځينه اوسېدونکي کارټونه اخستي ول خو د دې امله چي طالبانو ورته د رايي اچولو په صورت کي د ګوتي پرې کېدو ګواښ کړى و خپلي رايي ونه کارولې او يوازي څلور زره يوسل اوشپېته رايي چي د دې ولسوالۍ د کارټونو د ترلاسه کوونکو نيمايي کيږي خپلي رايي کار کړي . د خواجه عمري ولسوالي د غزني په اوولس کيلومترۍ کي پرته ولسوالي ده چي مخکي يوه د امنيتي ولسواليو څخه شمېرل کېده خو اوس پکښي د نا امنيو ځني راپورونه تر غوږو کيږي .