کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه : د پاکستان سره دي دوه مليارډه ډالره مرسته وسي

ملګري ملتونه : د پاکستان سره دي دوه مليارډه ډالره مرسته وسي

ملګرو ملتونه پر نړيوالو ږغ کړى چي د پاکستان هيواد د سېلاب ځپلو سره دي دوه مليارډه ډالره مرسره وسي . دا لومړى ځل دئ چي د پاکستان سره د بيارغوني په چارو کي په دونه کچه د پيسو غوښتنه کيږي . تر دې وړاندي په هايتي کي د زلزله ځپلو سره يونيم مليارډ ډالره مرستي غوښتنه سوې وه . د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د تيري جمعې په ورځ وويل چي د پاکستان سېلابونه تر ټولو لوى طبعي مصيب دئ چي ملګري ملتونه د خپل تاسيس په پنځه شپېته کلنۍ دوره کي ورسره مخامخ دي .