د غزني په واغظ ولسوالۍ کي د يوه راکټي بريد په پايله کي يو مېرمن او خاوند يې ووژل سول او د هغوى درې ماشومان ژوبل سول . د دې ولايت يوې امنيتي سرچيني چي د نوم د څرګندېدو څخه يې ډډه کوله وويل چي تېره ورځ وسله والو طالبانو پر واغظ ولسوالۍ وسله وال بريد وکړ چي وروسته د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځ ته سوه چي شاوخوا يې دوه نيم ساعته دوام وموند . چي په ترڅ کي يې دوه طالبان ووژل سول . سرچينه د دې راکټي بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو وسله والو طالبانو يې تر دې دمه په اړه څه نه دي ويلي .