کور / تازه خبرونه / هلمند : د يوې نوماندي په ګټه ١٥٠٠ کارټونه ونيول سول

هلمند : د يوې نوماندي په ګټه ١٥٠٠ کارټونه ونيول سول

په هلمند ولايت کي د يوې نوماندي په ګټه پنځلس سوه کارټونه ونيول سول . په دې ولايت کي امنيتي ستونزي ډيري نه وې خو د رايي کاروني جعلي کارټونه خورا ډېر ول . په دې ولايت کي يوه ډله کارکوونکي او رايه اچوونکي په ټاکنو کي د درغليو څخه سرټکوي . نوموړي همدا ډول وايي چي هغه ماشينونه چي کارټونه په سوري کيږي د رايو په ځينو مرکزونو کي نه کارول کيږي . د دې تر څنګ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د ملالۍ ليسې کارکوونکي او پکښي رايه اچونکي دا شيکايت کوي چي په ټاکنو کي درغلۍ کيږي او لامل يې د خلکو زياته ګڼه ګوڼه په ګوته کوي . د دې ولايت د جنايي مدير خان الماس وايي چي په ښار کي يې دوې تنې ښځي د درغليو په تور نيولي دي خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل .