د کابل په شمال کي د پوليسو يو قوماندان وايي چي د کابل په شمال کي يې تر شلو ډېر کسان چي د انتخاباتو جعلي کارټونه ورسره ول نيولي دي . نوموړى وايي چي دغو کسانو غوښته د قره باغ په ولسوالۍ کي د رايو په مرکزو کي د دې جعلي کارټو څخه کار واخلي خو مخکي تر دې چي دا کارټونه وکاروي د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول سول . قوماندان مبين دا ونه ويل چي نيول سوو کسانو دغه کارټونه د کوم نوماند په ګټه کارول .
د يا دوني وړ ده چي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مخکي لا ويلي وه چي د ګاونډيو هيوادونو څخه د رايو جعلي کارټونه راوړل سوي دي .