لراوبر ته د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په ننګرهار ولايت کي د يوې چاودني له کبله څلور ولسي وګړي ژوبل سوي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه ماين چاودنه د دې ولايت په دره نور ولسوالۍ کي نن ورځ رامنځ ته سوې ده د خبرپاڼه په حواله چي ژوبل سوي کسان روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي او د بريد پړه پر وسله والو اچول سوې دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .