که څه هم د ټاکنو کمېسيون او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ټاکنو پر مهال د رايي اچوني د جعلي رنګ د مخنيوي ډاډ ورکړى ؤ خو داسي رپورټونه سته چي وايي د رايي اچوني پر مهال د جعلي رنګ څخه کار اخستل سوى دئ . تېره اوونۍ د ټاکنو کمېسيون هم منلې وه چي په زرګونو د رايي اچوني کارټونه د ګاونډيو هيوادونو څخه راوړل سوي دي . چي ډيري يې په غزني ولايت کي نيول سوي . د ټاکنو په لړ کي په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي وياند ويلي چي تېره شپه د رايي اچوني صندقونو کورونو ته وړل سوې او هلته ډک سوي دي . نظر محمد صميمي وايي چي د ټاکنو دغه صندوقونه د پنجوايي په ولسوالۍ کي کورونو ته وړل سوي او هلته ډک سوي دي . نوموړى وايي چي له دې امله د رايي اچوني يو شمېر مرکزونه تړل سوي . تېره ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼي هم خبر ورکړى و چي د رايي اچووني وړاندي زرګونه کارټونه پلورل سوي دي . د نيويارک ټايمز د رپورټ پر بنسټ چي په سهيلي کندهار کي ځني خلک د رايي کارتونه په يوه ډالر هم خرڅوي . په بلخ ولايت کي هم د ټاکنو ځنو کارکوونکو منلې چي په ټاکنو کي کارېدونکى رنګ ژر پاکيږي خو خپله د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه