کور / تازه خبرونه / ننګرهار: راکټ يوه مېرمن ټپي کړه

ننګرهار: راکټ يوه مېرمن ټپي کړه

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کي د رايي ورکووني يوه له ګڼي ګوڼي مرکز ته نيژدې پر يوه کور راکټ لګېدلى چي يوه مېرمن يې ټپي کړې ده.
تر دې دمخه په کونړ کي هم د راکټي بريدونو له امله د دوو تنو د وژل کېدو او څو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوئ وو.
همدا راز په کندهار، ميدان وردګ او خوست کي د راکټي حملو، چاودنو او جګړو له وجي ځيني مرګ ژوبلي اوښتي دي.