په داسي حال کي چي د انتخاباتو د کمېسون له خوا د پارلماني ټاکنو په بهير کي د درغليو د نيولو ډاډ ورکړئ، په مختلفو سيمو کي د درغليو د ترسره کېدو راپورونه ورکړل سوي دي.
د آزادۍ راډيو د خبريالي ذکيې غياثي تازه خبر وايي چي د کابل په يوه ښوونځي کي د رايو اچوونکو له خوا شکايت کېدئ چي رنګ کارېدونکى رنګ جعلى دئ بايد مخنيوى يې وسي.
بايد وويل سي چي د ټاکنو په بهير کي د کارېدونکي رنګ په هکله انتخاباتي چارواکو ويل چي دغه رنګ له ناروې څخه راوړل سوئ او په ٧٢ ساعتونو کي نه پاکېږي، خو راپورونه وايي چي د کابل په ګډون په ځينو سيمو کي دغه رنګ يو ساعت هم نه ټينګېږي.