کور / تازه خبرونه / د کندهار پر والي چاودنه سوې ده

د کندهار پر والي چاودنه سوې ده

له کندهار ولايت څخه د لراوبر همکار ليکي چي پر والي توريالي ويسا باندي ډنډ ولسوالي ته په لاره کي چاودنه سوې ده، چي کوم زيان نه دئ ورته رسېدلى.
د کندهارښار په مختلفو سيمو کي له نن سهار راهيسي پنځه چاودني سوي دي، چي لومړۍ يې د ښار په ختيځ د خوجک بابا په سيمه کي او وروستۍ يې د ښار په منځ کي هرات دروازې ته نيژدې الجديد مارکيټ ته څرمه سوې ده.
تر اوسه د دې چاودنو د مرګ ژوبلو په باب معلومات نسته.