د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون ځانګړي استازي سټيفن ډيمستورا، په افغانستان کي د يوناما سياسي نماينده طلعت بيګ موصديکوف ، په سهيل لوېديزه حوزه کي د يوناما مشر صمدوف، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارلانشاء رئېس عبدالله احمد زي په کندهار کي د خپلو اړوندو ارګانو د مسؤلينو سره د کتني او اړوندو چارو د نږدې څخه د څارني، ټاکنيزو مرکزونو ته د توکو د لېږد، په ټاکنو کي د خلکو د برخه اخستني ، امنيتي حالت او نورو اړندو موضوعګانو څخه د ځان خبروني په موخه کندهار ته سفر وکړ . او د کندهار والي سره يې د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي وکتل . کندهار والي وويل چي د انتخاباتو کمېسيون د تيري يوې مياشتي را وروسته په ټولو نوبتي غونډو کي برخه اخستې او د ټاکنو د امنيت ساتني او ټول امنيتي پلان څخه چي په دې موخه جوړ سوى دئ خبر دي .
نوموړي همدا راز وويل چي د انتخاباتو د ورځي دپاره مو د ترانسپورټ ځانګړي کارټونه جوړ کړي دي څو ټول کانديدان ، ناظرين ، د مدني ټولنو غړي او نور وکولاى سي په اساني سره د رايي د اچوني تر مرکزونو پوري ولاړ سي .
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارلانشا مشر عبدالله احمد زي وويل چي دا ځل ټاکني يوه لويه لاسته راوړنه ده ځکه چي ټولي تخنيکي چاري يې يوازي د افغانانو له خوا پر مخ ځي او د تېر ځل په پرتله به ډيري په ښه ډول سره تر سره سي ځکه چي دده په وينا له ټاکنو يې زدکړه کړې .
زه د کندهار ولايت د ادارې او ټولو امنيتي ارګانونو هڅي ستايم او د ټولو کندهاريانو څخه غوښتنه کوم څو د خپل کانديد په ګټه خپله رايه وکاروي)).
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سټيفن ډيمستورا هم خبري وکړي او وې ويل(( ما خپله د ټآکنو د ورځي لپاره د ګوتي د رنګ کيفيت کتلى ستونزه نه لري او د جعلي کارتونو د چاپ موضوع په بشپړ ډول ردوم ځکه رايي پاڼي پر نړيوالو معيارونو برابري جوړي سوي دي او دا ډول نوري پاڼي جوړول ګران کار دى.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه