څه زياته موده کيږي چې د ميدان او وردګو ولايت د نرخ په ولسوالۍ کې يو ځل بيا عام ولس د ټوپک د ماشې د کشکېدو او افغان پر افغان وژنې لړۍ د بيا پيليدو له کبله سخت اندېښمن دي. که څه هم يو ځل د سيمې د کورنيو لاسپوڅو او بهرنيو داړمارانو په لمسون څه موده وړاندې د دغه تباه کوونکي اور بڅري څه تازه غوندې سول او د نامعلومې خو ديکتې کېدونکې جګړې په اور کې يو شمېر کسان د مرګ کندې ته ورټېل وهل شول خو بيا د نا معلوم د ليل له کبله پر دغه اور د يو څه مودې لپاره اوبه تويې شوې خو د خلکو اندېښنې لا همغسې پر خپل ځاى وې. اوس اوس بيا له سيمې څخه تر لاسه شوې معلومات ښيي چې د ولايتي ادارې او بهرنيو ځواکونو په هڅو يو ځل بيا د نرخ ولسوالۍ په جوکول سيمه کې جګړه پېلېدونکې ده او د اور نغاره ډنګول شوې ده. دې جګړې ته کوم حکومتي عسکر او يا هم کوم بهرنى پوځي نه وردانګي بلکې په سيمه کې په سيمه کې د امريکايي ډالرو او ويشل شويو وسلو په زور د يوه پلار زامن او يوې سيمې اوسيدونکي په بېلو مورچلونو کې د يو بل مرګ ته تيارى نيسي.
په دې بلوته کې د ځايي چارواکو د لاس درلودلو ښکاره ثبوت:
تر لمر روښانه او ټولو ته هويدا ده چې د نرخ په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يوه پوځي مرکز کې يوه سيمه ايزه راډيو خپرونې کوي. تر کومه ځايه چې د دغې راډيو امواج د اوريدونکو تر غوږو رسيږي نو د دغې راډيو ټول اوريدونکي پرې ګواه دي چې دې راډيو په پرلپسې توګه د جګړې اور ته څومره ببوزى وواهه. کله چې څه موده وړاندې د نرخ د دادل په سيمه کې د وروڼو خو د نفاق اچوونکو په لمسون بېلو شويو او د بېلو مورچلو نيوونکو په وينو سره کېده ، نو د نرخ راډيو په پرلسپي توګه د جګړې پر دواړو ښـکېلو غاړو غږ کاوه چې که د وسلو ، پيسو او مهماتو له کمي سره مخامخ شول نو کولاى شي چې دوى ته مراجعه وکړي. د راډيو له اعلانونو داسې ښکاريده چې دښمن غواړي په خړو اوبو کې نه بلکې د افغانانو په وينو کې کبان ونيسي. دويته دا مهمه نده چې د جګړې له کوم اړخ حمايه کړي بلکي غواړي يوازې اور بل وساتي او هغه د انګريز پاليسي چې نفاق واچوه او خپل حکومت کوه، پر مخ بوزي. ولايتي لومړۍ درجه چارواکي چې تر ډېره پخوانۍ تنظيمي او ګوندې اړيکې پالې او تر خدمت ورته د هغو پالل ډېر ارزښت لري، د دې لوبې خو په پاى کې د قومي شخړو اصلي لوبغاړي دي. د سيمې خلک وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امريکايي ځواکونو چې د وسلوالو مخالفينو له کاري وارونو او بريدونو يې ورځ نه درلوده، هڅه وکړه چې د جګړې پاڼه واړوي او له ولايتي چارواکو څخه د اور لوړومي په توګه کار واخلي. په اوس وخت کې خلکو پر هغو معلوماتو باور کوي چې د خلکو او ولس له منځه سرچينه اخلي دا ځکه چې د جګړې دواړه لوري که حکومت دى او که وسلوال مخالفين يا طالبان تر ډېره د معلوماتو په ورکولو کې له زيات افراط څخه کار اخلي نو ځکه خلکو پرې باور بايللى دى. د نرخ په ولسوالۍ کې پر پخوانيو يو شمېر تنظمي قومندانانو چې زياتره يې ويل کيږي د ګلبدين حکمتيار د ډلې غړي دي او د والي حلميم فدايي له خاص ګوندي ملاتړ څخه هم برخمن دي، د ولايت د مقام پر مستقيمو لار ښوونو ډالر وېشل شوې دي. د سيمې خلک وايي چې دا پيسې له دغو قومندانانو سره د ولايتي ادارې لخوا عاطفي مرسته نه بلکې د ورور وژنې د جګړې د سنګر د بيا تودلو په موخه پرې ويشل شوي دي. ځيني کسان دغې پېليدونکې جګړې ته د حزب اسلامي او طالبانو د جګړې نوم ورکوي، خو بيا هم د افغانانو لپاره نا معلومه او د نفاق اچوونکو لپاره هدفمنه جګړه بلل کېداى شي.
د دې ډول جګړو مخينه.
لرې به نه ځو هغه د پرون جهاد ثمره به را واخلو چې د مسلمان ګاونډي په کرغېړنو هڅه بدرنګه شوه او د ورور وژنې شومه دسيسه يې عملي کړه. له هغې را وروسته کله چې امريکايي ښکېلاک ګرو پوځونو له عراق څخه د وتو پر ستراتيژۍ فکر کاوه نو د پنتاګون او سپينې ماڼۍ سياستوالو د خپلو پلرونو پاليسي چې همغه تفرقه بينداز وحکومت کن، پاليسي غوره کړه. د عراق په ويالو او لښتيو کې د اوبو پر ځاى د عراقيانو وينې وبهېدې او دا لړۍ پسې روانه ده. دلته هم چې له افغانستان څخه د يرغلګرو ځواکونو د وتو نغاري ډنګول کېږي ، ور سره په خوا کې د خپلمنځي او قومي جګړو د بيا راتازه کولو ستراتيژي هم ښه په شد او مد سره تعقيبيږي.
د وردګو او ميدان ميړني اولس ته!
درنو او پتمنو غيرتمندو او پر پوه او علم مينو اوسيدونکو، په دې پوه شئ چې هر هغه څوک که په هر موقف او ځاى کې وي ، او د پيسو په بدل کې پر تاسو د خپل ورور تر بور، هم ولايتي هموطن او هم د ين د وژلو، ځورولو کوښښ کوي نو په دې پوه شئ چې دا ستاسو اصلي دښمنان دي. خپل هدف او موخه مه ورکوئ او تګلورى يې مه بدلوى. د ښمن که هر څوک وي د دې اجازه مه ورکوئ چې په خپلو کورنو کې اورونه درته بل کړي.