په بلخ ولايت كې د وړوكي اختر په وياړ ((اختر د ټولو مبارك شه)) تر سرليك لاندې ستره مشاعره جوړه شوه، دغه مشاعره د بلخ ادبي خوځښت له لخوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په ملاتړ د سلګونو ګډونوالو په ګډون د اختر په څلورمه ورځ (د وږي ۲۲مه) د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل كې ترسره شوه.
مشاعرې ته د بلخ د ولسواليو په ګډون له كندهار، كابل، غزني او بغلان ولايتونو څخه هم ځيني ليكوال او فرهنګيان راغلي وو. اختريزه مشاعره د ليكوال ذبيح الله احساس په خبرو پيل شوه، نوموړي له ښه راغلاست څخه وروسته د ټاكنو په ارزښت خبرې وكړې.
احساس وويل، چې كه په ټاكنو كې برخه وانخلوو، نو په راتلونكو پنځه كلونو كې به بيا هم د ځينو سياسي او ټولينزو ستونزو سره مخ يوو. نوموړي زياته كړه، چې پښتنو ته په هر اړخيزه توګه په دغه ولايت كې ځينې سياسي ستونزې را پيدا كېږي، چې په دغه ډګر كې پاتې راشي.
د هغه په وينا ويښتيا پكار ده، چې ولسي جرګې ته رښيتي استازي ولېږو . همداراز احساس دغه مشاعره د بلخي فرهنګيانوستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې كړه چې، دا ډول غونډې د خلكو د نږدېوالي او دادبي خوځښت د پرمختګ سبب ګرځي. د مشاعرې يو بل تنظيمونكي ډاكټر ضياالرحمان رحماني په خپلو خبرو كې د بلخ ادبي خوځښت تېرو هڅو ته كتنه وكړه، ويې ويل: ((دا ډول مشاعرې خلكو ته جرئت وركوي، چې په خپلو سياسي او ادبي مسايلوكې پرته له كومې وېرې برخه واخلي.
نوموړي په بلخ ولايت كې د تېرو څو كلونو را په دې خوا د ادبي هڅو لنډ راپور وړاندې كړ. مشاعرې ته له كندهار څخه راغلي مېلمه شاعر او ليكوال غوث الدين فروتن هم وينا وكړه، هغه د بلخ ادبي خوځښت هڅې وستايلې. نوموړي د بلخي مشرانو په زيار جوړې شوې هغې غونډې ته هم اشاره وكړه، چې څه موده وړاندې يې د خپلو نوماندانو د ټاكلو په موخه د پنځه زره كسانو په ګډون ترسره كړې وه. فروتن وويل: ((په دې وروستيو كې په بلخ كې د پښتو ادب په برخه كې بدلون ترسترګو كېږي.))
نوموړي زياته كړه، چې د بلخي ځوانانو بايد لا پسې ملاتړ وشي، چې خپل هڅې لا پسې ګړندۍ كړئ. په ياده مشاعره كې د موسيقى پروګرام هم و، چې له كابل څخه راغلي سندرغاړى سردار سعيد په كې سندرې وويلې .
داډول مشاعره تېركال هم په بلخ كې جوړه شوې وه؛ خو سږكال يې ګډون كوونكي د تېرې هغې په پرتله څو برابر زيات و او د دغه ولايت ټولو مخورو مشرانو او سياسي څېرو په كې برخه اخيستې وه. مشاعره تر ماذيګر تېره پورې اوږده شوه، چې په لسګونو شاعرانو پكې شعرونه واورول او د مورنۍ ژبې د ارزښت په اړه پكې يوه تمثيلي ټوټه هم وړاندې شوه.
بلخ ادبي خوځښت په بلخ ولايت كې پنځه ادبي بهيرونه لري، چې هره اونۍ په خپلو سيموكې غونډې كوي.