د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د افغان ليسو نوى ښوونيز کال د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شو . په دې اړه د پېښور د شهاب الدين غوري په عالي ليسه کې يوه غونډه وشو، چې په کې د افغان کونسلگرۍ د پوهنې څانگې مشر عبدالغني هدايت، د افغان کونسل دريم مرستيال عبدالحسيب نوري، د افغان ليسو چارواکو او د ابوعلي علي سينا دارالمعلمين مشرې مستوره ستانکزۍ برخه اخيستې وه . عبدالغني هدايت د زنگ په وهلو سره د ١٣٨٩-١٣٩٠ ل نوي ښوونيز کال پرانيسته وکړه او د غونډې په ترڅ کې يې څرگنده کړه، چې سږ کال به د خيبر پښتونخوا په ټولو افغان ليسو کې د پوهنې وزارت نوى پلان پلى کېږي . نوموړي وويل، چې : دا مهال په پاکستان کې د ٢٨٠ افغان ښوونځي په بېلابېلو پړاوونو لکه ابتدايي، منځنۍ او ليسو کې درې لکه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي .
د سنبلې په ٢٣مه نوى ښوونيز کال پيل شو . غونډې ته د حضرت بي بي مريم ليسې مدير، ليکوال او شاعر امان الله نصرت وويل : چې ټولنه له علم او پوهې پرته پرمختگ نشي کولاى افغان ځوانان بايد د ټولنې د پرمختگ لپاره زده کړه ترلاسه کړي او هېواد په زده کړه او علم پرمختگ کولاى شي .