هغه نغدي پيسې چي څه موده وړاندي د پوهني وزير حنيف اتمر يې هلمند ته د راتګ پر مهال د هغو زده كوونكو سره چي د جنګ جګړو له امله يې ښوونځي تړل سوي او لښكرګاه ته د زده كړو لپاره راغلى دى د والي لخوا وركړل سوې .
د يوه بل خبر له مخي نن په هلمند كي د مستوفيت د نوي وادنۍ د بنسټ ډبره د چارواكو لخوا كښېښودل سوه .
څه موده وړاندي چي پوهني وزير حنيف اتمر هلمند ولايت ته سفر كړى وو نو د يوې غوڼدي پر مهال يې ددغه ولايت له هغو زده كوونكو سره چي په ولسواليو كي يې د جنګ جګړو له امله ښوونځۍ تړل سوي او ياخو هم ددولت د وسلوالو مخاليفينو لخوا سوځول سوي دي ، او دوئ د خپلو زده كړو د پرمختګ لپاره لښكرګاه ته راغلي او په ماركيټونو او هوټلونو كي ژوند كوي ددوئ د لګښت لپاره پيسې د هلمند والي اسدالله وفا وركړې .
هلمند والي خبريالانو ته وويل چي دوئ وړاندي د پوهني وزارت سره د زده كوونكو ياده سوې ستونزه شريكه كړې وه چي د شنبې په ورځ يولسو سوو تنو زده كوونكو ته د مياشتي درې درې زره افغانۍ وركړل سوي او نن دغو زده كوونكو ته ددريو مياشتو پسې وسپارل سوې .
د يوه بل خبر له مخي نن په لښكرګاه ښار كي د چارواكو لخواد مستوفيت د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره كښېښودل سوه .
د هلمند مستوفي سيد امان الله سادات وايې چي دغه ودانۍ يې د څه باندي يوولسو ميليونو افغانيو په مالي لګښت چي د مالي وزارت لخوا وركړل سوي دي . يوه خصوصي شركت ته د جوړېدلو لپاره وركړې ده .