څه موده مخکې د افغانانو د کلتوري ستونزو د څېړلو، د هغو د سببونو د میندلو او ورته د حل لارو موندلو په منظور يو نړیوال کنفرانس جوړ شو. ددغه کنفرانس په درشل کې زما يو خوږ دوست، چې د هېواد او ولس لپاره د خواخوږۍ ژور احساس لري ماته ټليفون وکړ، چې ددې کنفرانس اصلي لورى بايد دې ته وګرځول شي، ترڅو نړۍ ته دا پيغام ورکړي، چې افغانان جګړه مار نه دي او د پاچا خان د عدم تشدد په لار روان دي او نړۍ ته زموږ سم انځور نه دى وړاندې شوى .
دا چې ياد شوى کنفرانس کلتوري مسايلو ته وقف و او پلان يې بشپړ شوى و؛ ددغې اجندا ځایول پکې ممکن نه و، خو دې مسئلې ماته ډېره ژوره پوښتنه پيدا کړه، چې آيا موږ جنګيالي يوو، جګړه مار يوو او که د عدم تشدد پيروان؟
څه موده مخکې يو بهرني محقق هم له مانه پوښتنه وکړه، چې ولې تاسو تل په جګړه کې ياست؟ نړيوال وايي، چې دا يو زيږ هېواد او يو زيږ ملت دى او د ټول تاريخ په بهير کې پکې يو ډول جګړه ماري موجوده وه او هېڅکله هم پوره ارام نه و. دا ډول خبرې حتی د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په وینا کې هم راغلې دي .
يو افغان څېړونکى وايي، افغانستان د خپل ۵۰۰۰ کلن تاريخ ۳۶۰۰ کاله په جګړه کې تېر کړي دي .
افغانان او نيکونه يې هم په انفرادي جګړو کې بوخت وو او هم په ملي، وطني او دیني هغو کې. دا جګړې زیاتره دفاعي وي، خو کله کله يرغليزې هم وې .
په دې هیواد کې په انفرادي او سيمه ييزو کچو د جګړو او شخړو يو عمده علت دادى، چې د خلکو د منابعو او معيشت تېرولو د لارو چارو کمى دى . له بلې خوا افغان دولتونه زياتره کمزوري وو او دي او د خلکو امنيت نشي ساتلاى .
د افغانانو ځينې ګروپونه په لوړو غرونو او ځينې په پراخو دښتو کې اوسېږي، بله کټګوري په کوچياني او ګرځند حالت کې دي، کله چې په دغسې ګرانو حالاتو کې دولتونه د دوى د سر، مال او ناموس ساتنه نشي کولاى، دوى مجبور دي، پخپله وسله وګرځوي او د خپلې دفاع لپاره يې استعمال کړي . د وسلې ساتل ددې سبب کېږي، چې لرونکي يې په استعمالولو کې وروزل شي او ځکه ټولو جګړو ثابته کړه، چې افغانان ډېر ښه او ټاپ (لوړ) جنګيالي دي . دغې ګرانې جغرافیې، پیچلي ټولنیز سیستم له یوې خوا دې ته زمینه جوړه کړې ده، چې افغانان جنګیالي وروزل شي، له بلې خوا دغې سختې جغرافیې او پکې روزل شوو کلکو خلکو د یرغلګرو ځواکونو د بري مخه نیولي ده . د پښتنو قبیلوي ژوند او دقومونو او کورنیو نظامي تشکل ته ورته جوړښت هم د دوی له جنګیالیتوب سره مرسته کړې ده .
د افغانانو د خاورې جغرافيايي موقعيت داسې دى، چې د لويو فاتحانو لاره ده؛ نو ځکه دوى زیاتره ددغو فاتحانو د لښکرو ماتوونکي او ډېر لږ يې د کاروانونو ساتونکي جنګيالي پاتې شوي دي .
يوه ډېره حساسه مسئله داده، چې افغانان هغه وخت تر ټولو ښه جنګېږي، چې مذهبي عواطف يې زيانمن او ديني احساسات يې راوپارول شي . دا ځکه، چې دوى د ژوند وسايل او د مادي امکاناتو څخه څه برخه نه لري، له ژوند نه يې خوند نه دی اخيستى او ژوند ورته خوږ شوی نه دی؛ يواځې سپېڅلې عقيدې دا هیله ورکړې ده، چې په بل ژوند کې به ټول خوندونه او عوضونه ورکړل شي، همدا راز دا بېخونده او له کړاوونو ډكه دنيا ورته لنډه – تنګه معرفي شوې ده؛ نو کله چې يې يواځنۍ پانګه (معنوي- ديني) له ګواښ سره مخامخ شي، تر ټولو ډېر راپارېږي او ښه جګړه او ښه دفاع کوي .
د پښتونولۍ د انتقام رواج هم يو علت دى، چې افغانان بايد جنګيالي وي، که دولتونه قاتل ته سزا نشي ورکولاى؛ خلک مجبور دي د خپلو عزيزانو د وژنو انتقام پخپله واخلي او که نه وي؛ نو د انسان مرګ به د چيڼچڼو په شان اسان او بې مسوولیته شي . جمعي دفاع او جګړه هم ځکه کوي، چې دوی پوهیږي، چې نن په تا سبا په ما.
کله- کله افغانان له مسلمانو فاتحانو سره هېڅ مقاومت نکوي؛ ځکه دوى ته لا د وطن، ملت او ملي ګټو مسايل دومره ژور او پاخه شوي نه دي او چې مسلمان فاتحان يې مادي ګټې له مستقيم ګواښ سره مخ نکړي؛ بيا نو ورته ظهیرالدین بابر تر ابراهيم لودي ښه ښکاري؛ د خپل ورور لودي پاچاهي ړنګوي او د بابر امپراطوري جوړوي، دا چې بابر یې بیا له سرونو کله منارونه جوړوي، دوی د هغه فکر نه وي کړی .
ظهیرالدین بابر چې په فرغانه کې خپله پاچاهي وبایلله، راغی د کابل له یوسفزو سره یې خپلوي وکړه او مرسته یې ترې وغوښتله چې د پاچاهي نیولو کې ورسره مرسته وکړي . دوی ورته د هند د پاچاهۍ نیولو وړاندیز وکړ او له خپل ورور ابراهیم لودي نه یې ورته پاچاهي ونیوله . بابر چې د افغانانو دغه توره ولیدله، نو په بدل کې یې په زرګونو افغانان له تیغه تیر کړل او خپلو نسلونو ته یې داسې وصیت ولیکه : هر چیرې چې مو افغانان لیدل بې شمېره، بې رحمه او بې تپوسه یې وژنئ، ځکه دا هغه جنګیالي دي چې خپلې پادشاهۍ ورانوي او نورو ته یې جوړوي .
کله چې امریکایانو د طالبانو حکومت ړنګاوه دایې تر ټولو لوی جنرال تایید کړه، چې طالبان تر ټولو تګړه جنګیالي دي .
د ۲۰۰۹ کال د نومبر په نهمه د برلین دېوال د نړېدو شلمه کلیزه وه . د المان صدراعظمې له امریکاڅخه مننه وکړه، چې د کمونیزم په ماتولو یې جرمني بیرته واحد هیواد کړ . او د پخواني شوروي د هغه وخت ولسمشر ګورباچف یې وستایه، چې دا کار یې ممکن کړ. زه منتظر وم چې اوس به له افغانانو هم مننه وکړي، ځکه روس او کمونیزم خود یونیم میلیون افغانانو په وینو مات شوي، خو هیڅ مې ترې وانه ورېدل . ممکن هغې به فکر کاوه، چې افغانان خو بې هدفه جنګیالي دي، نو مننه له هغو په کار ده چې دوی جنګوي؟؟؟ دا ډېره د خفګان خبره ده، چې زموږ قربانۍ هم څوک نه یادوي او له امریکا نه مننه کوي .
پاکستانیان وايي چې دا د (فاتح؟؟؟) جنرال اختر عبدالرحمن کمال دی چې روسان یې مات کړل او افغانان خو د ده دلښکرو هغسې جنګیالي وو، لکه د سلطان محمود چې وو.
د امریکا عوام وایي، چې روسان چارلي ویلسن مات کړي دي؛ چې پاکستانیان یې اجیران او افغانان یې جنګیالي وو، خو چارلي ویلسن لا باانصافه دی او وایي چې ددې بري اصلي اتلان افغانان دي . هغه او نور یوازې مرستندویان او اسان چاري وو.
نتيجه ګيري داده، چې افغانان جګړه مار نه دي او که وي هم کله- کله؛ خو جنګيالي دي او جنګیالي توب یې ټولو منلی دی . عدم تشدد پاچاخان د تحریک له استثنایي مثال نه غیر د دوى د ژوند معموله لار نه وه او متاسفانه تر اوسه لا هم نه ده؛ ځکه په دې غرني او سټراټیژیک چاپیریال کې، دا د نابودۍ له خطر سره مخ نسل د ځان د ساتنې لپاره پر عدم تشدد سربېره نورو لارو ته هم مجبور دی .
دا ګټه نکوي، چې موږ په جګړه کې ښکېل ولس؛ نړۍ ته ووايو، چې موږ د عدم تشدد پلويان يوو؛ او دانړۍ ده چې زموږ ځینې کسان جګړه مارۍ ته استخداموي؛ خو هغوى زموږ وروڼه د کمو منابعو او ساده انګېزو په بدل کې عملاً يو د بل پر ضد جنګوي؛ ورور مو په ورور وژني؛ ښوونځی مو زموږ په لاس راسوځوي او کور، کلی او ښار مو راباندې پخپله ورانوي .
موږ بايد نړۍ ته دا قناعت ورکړو، چې موږ زياتره يرغلګر جګړه ماران نه يوو او که جنګيالي يو؛ نو علت يې دادى، چې غريب يوو، بې تعليمه يوو، د لويو نړیوالو لوبو مرکز يوو او نظامونه مو ټينګېدو ته نه دي پاتې شوي، چا مو امنیت نه دی نیولای. د سر، مال او ناموس ساتنه مو مجبوروي، چې خپله ساتنه پخپله وکړو.
موږ په نړیوال کلي کې د یو باعزته کور په توګه د آزادۍ حق لرو، وړتیا یې هم لرو او د ویاړ او مشرۍ تاریخ هم لرو. که نور زموږ دغه حق ته درناوی وکړي، موږ به له هر چا سره د ښه او سوله ييز ژوند لپاره دا درې اصول ومنو: متقابل درناوی، متقابلې ګټې او متقابل باور .
موږ بايد له نړۍ نه وغواړو، چې په يو سوله ييز هېواد کې د يو قانونمند نظام په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي او په دې سیمه کې “د کنټرول شوې جګړه مارۍ” د دوامداره ساتلو له پلانونو دې تېر شي . د فقر ورکولو او تعليم عامولو د جامع پروګرامونو په جوړولو کې دې راسره مرسته وکړي، چې دا ملت د ذهن له مخې روښانه او په ګېډه موړ شي .
زموږ زیاتره لیکوالان هم د تشدد، جګړه مارۍ او جنګیالیتوب فرهنګ ترویجوي او دا چې ملت مو زیاتره اتل پروره او قهرمان پرست ملت دی، لیکوالان یې هم د دوی د ذوق سره سم رزمي او جنګي ادبیات خپروي .ښه به وي چې لیکوالان، د فکر خاوندان او روڼ اندي د زغم، تحمل او پوهنې د فرهنګ د عامولو لپاره کار پیل کړي او نور د جګړې، تشدد او لاپو شاپو د ادبیاتو پر ځای د سولې، همکارۍ، کار او ښوونې ترانې سر کړي . یوویشتمه پیړۍ د فکر او پوهې پیړۍ ده او د کمال او مهارت مسابقه پکې د ژوند اصلي مضمون دی . موږ باید خپل نسلونه په دغه جهاد کې د بري لپاره وروزو او نور د زور او تورې کیسې کمې کړو . پکار ده چې د رحمان بابا او مولانا عالي پیغامونه پیل کړي او ووایي چې موږ د دې لپاره راغلي یو چې یووالی راولو، نه بیلوالی .
که د پوهې، کار او زغم فرهنګ مو عام کړ، بیا به افغانستان د ګاونډيانو او نړۍ په فعال او موثر دوست، د تمدنونو او ملتونو د اتصال په کړۍ او د اسيا په رښتيني زړه بدل شي او بیا به موږ خلکو ته ووایو چې موږ جګړه ماران نه یوو.