په دې وروستیو کې د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو یو بریتانیوي مرکز IISS په نړیوالو چارو خپله کلنۍ څیړنه خپره کړه چې افغانستان یې لوستونکو ته تر ټولو په زړه پورې سکالو وه. د دې څیړنیز مرکز په اړه داسي ګڼل کیږي چې د بریتانیې حکومتونو د دې مرکز څیړنو ته ډیری وخت غوږ نیولی دی او د دې مرکز څیړنې یې ارزښتمنې بللي دي. د افغانستان په اړه د دې مرکز د سږني رپوټ سپارښتنې، که څه هم نوې نه وې، خو د روانو چارو څارونکي یې په دې ایښ کړل چې د څیړنې خپرې شوې پایلې د دې مرکز د دبدبې سره په توپیر کې ډیرې پړنده وختې. د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو د مرکز کلني رپوټ په افغانستان کې نړیوالوي ټلوالې ته نه یوازې د افغانستان په اړه د کړنلارې د بدلولو توصیه کړې ده بلکې د نوې او ؛اړینې؛ کړنلارې غټ ټکي یې هم وروړاندې کړې دې. مرکز وړاندیز کړې دی چې نړیوالو ځواکونو ته په کار نه ده چې طالبانو خپله نه ګټل کیدونکې جګړه اوږده کړې. مرکز لارښونه کړې چې نړیواله ټلواله دې د افغانستان له سهیل نه خپل ځواکوانه راوغواړې او یوازې یو وړوکی شمیر ځواک دې د افغانستان په شمال کې پریږدي. رپوټ د افغانستان لپاره د یو داسې کمزوري فدرالي نظام د غوره کولو تابیا کوي چیرته چې د هیواد جنوب د طالبانو په واک کې وي او د هیواد شمال د نړیوالې ټلوالې په مرسته څانته واک ولري. په شمال کې پراته نړیوال ځواکونه به یوازې هغه وخت طالبانو سره ښکیل وي چې طالبانو په خپلو سیمو کې یا القاعدې ته ځاي ورکړې وې او یا د کابل او نا پښتنو ولایتونو د ګواښلو هڅه یې کړي وي. لنډه دا چې نوموړی مرکز په عملی توګه افغانستان په دوه بوخو ویشي، او هیله څوګندوي چې داسې به په سیمه او نړۍ کې دا خونړی کړکیچ پاي ومومي.
تو دې یو څو اونۍ د مخه د متحده ایالاتو یو پخوانی کورناستی دیپلومات رابرټ بلیک ویل په یو ورته وړاندیز سره د افغانستان د بیا ویشلو غږ کړې و.
تر دې د مخه چې دا وړاندیزونه وشنو او دا وګورو چې داسې کول به د سیمې او نړۍ امنیت څومره خوندې کړي، دا ویل هرو مرو ګڼم چې د افغانستان په اړه د نړیوالو څیړنیزو مرکزونو او شخصیتونو شننې له بده مرغه ډیری وخت د اپلتو تر بریده غیر دقیقه وي. د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو تیره اته کلنه ستراتیژې د دې حقیقت یوه ترخه بیلګه ده. د دې ستونځې لاملونه څرګند دي، غټ لامل خو یې دا دې چې تیر دیرش کلن کړکیچ افغانستان له لویدیځی نړۍ داسې پرې کړې دې چې د دې هیواد په اړه نوې سیاسې ،ټولنیزې، جغرافیوي او تاریخي څیړنې په نړیوالو علمي کړیو کې د هیڅ نه لږ شانته ډیرې دي. شته څیړنې هم دومره نیمګړې او ککړې دې چې که د نړیوالو سیاسي ستراتیژیو بنسټ پرې کیښودل شي داسی غمیزې زیږوی لکه دا اوس یې چې په سیمه کې شاهدان یو.
د دې مرکز طرح د افغانستان ټولنیز او جغرافیوي جوړښت دومره ساده او تور او سپین ګڼي چې په نخچه باندې دیوې فرضي کرښې په را ایستلو سره غواړې د پیړیو اودل شوی ټولنیز او سیاسي جوړښت داسې پزانیزي چې په سیمه او نړۍ کې یوازې یو مثبت غبرګون راوزیږوې. ریښتیا خو دا دې چې افغانستان یوارې د پښتنو او نا پښتنو ولایتونو نه جوړ یوی هیواد نه دي چې د پنسل په کرښه باندې یې په دوه برخو وویشو ، دا ولس له پیړیو راهیسې د ځمکې په یوه وړه ټوټه سره لکه د نوک او ورۍ ودان دي. که دري ژبي ولسونه په ډیر شمیر کې د ننګرهار،پکتیا او کندهار په ښاري سیمو کې میشت دې نو د پښتنو شمیر په شمالی ولایتونو کې له هر بل قوم سره برابر دې. که هزاده ولسونه د پیړیو راهیسې په وردګو او هلمند کې د پښتانه اکثریت په منځ کې اوسیدلې دې نو نور قومونه په خپلو کې په خپلویو او خیښیو ګنډلي دي. د دې ولسونو بیلول یوارې د دې لپاره چې د نړیوالې ټلوالې کار اسانه کړې یوازي غمیزه زیږولی شي.
د نړیوالو ستراتیژیکو څیړنو مرکز په دې نیک باورۍ اخته دی چې یو داسې وړاندیز ته به د طالبانو اسلامی خوځښت هرکلی ووایې، د طالبانو د خوځښت پنځلس کلن تاریخ ښودلې ده چې دوي د افغانستان د خاورې په نوي سلنه باندې هم بسنه نه ده کړې او نهه کاله د مخه یې د برهان الدین رباني حکومت د بدخشان د درواز ولسوالۍ ته د همدې دریځ پر بنسټ شړلو ته اړ کړي و. بله دا چې د طالبانو بلوا په شمالې ولایتونو کې د جنوبي ولایتونو په څیر ټینګه او توده ده. که چیري نړیواله ټلواله د دې مرکز په سپارښتنه خپل ځواکونه یوازې شمالی ولایتونو کې په یو واړه شمیر کې ځای په ځای کړې نو دا د واړه شمیر ځواک به شمالی طالبانو ته څنګه ټینګ شي په داسې حال کې چې د ؛جنوبی افغانستان حکومت؛ هم درسره مرسته وکړې. د ستراتیژیکو څیړنو مرکز داسې یو خطرناک وراندیز کوي چې په پایله کې به یې لا ډیرې لویدیځوالې میندې بورې شي.
د مرکز د کلني رپوټ له منځپانګزې نه داسی ښکاري چې د رپوټ پنځونکي د افغانستان لپاره د دوه موازی حقوقي او سیاسی سیستمونو د ورکولو اخلاص کوي. په جنوب کې به د طالبانو اسلامي امارت واک چلوي او په شمال کې به د نړیوالي ټلوالې تر اغیز لاندې حکومت واکمن وي. لومړی خو داسې یوه طرحه نړیوالې ټلوالې ته جدي اخلاقی پوښتنی پیدا کوي. کله چې نږدې اته کاله د مخه نړیوال ځواکونه افغانستان ته ننوتل نو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې تر څنګیې د ښځو د حقوقو په ګډون د بشري حقوقو ګټل یې د برید غټه موخه ګڼله، د دوي په وینا طالبانو د بشري حقوقو سره ډیر زیاتی پیل کړی و او دوی اړ و چې د دې زیاتي د درولو لپاره یې لښکرې استولې دې، خو طالبانو د تیرو اتو کلنو په اوږدو کې د بشري حقوقو په اړه خپل دریځ بدل کړي نه دې. که چیرې د لویدیځوالو لپاره د بشري حقوقو ننګه اوس هم ارزښت ولري نو طالبانو ته د جنوبی افغانستان پریښودل څنګه توجیه کوي. دافغانستان ویش په دوو موازي سیاسی نظامونو نورې ګڼې ستونځې هم لري، د ساري په توګه ، کله چې پښتانه په ؛ شمالی افغانستان ؛ کی په سیاسی معادله کې د یو قاطع اکثریت ځای له لاسه ورکوي، دې سره د واک انډول په خطرناکه توګه ګډوډیږي. په داسی یو جغرافیوی تشکیل کې به پښتانه، تاجکان، ازبکان او هزاره ګان ټول برابر لږه کي وي. د دوي تو منځ د خپل منځي جګړې پیل به د کومې پلمې محتاج نه وي. داسې یوه خپل منځي جګړه به د طالبانو سره د جګړې تر څنګ د نړیوالې ټلوالې لپاره بل سر خوږی پیدا کړي هلته به بیا نو حالات دومره کړکیچن وي چې د IISS نسخې به په اروپا او امریکا کې هم د لویدیځ امنیت خوندې نه کړاي شي.
د ستراتیژیکو څیړونکو مرکز څیړونکي لیکي چې طالبان به په تیرو اتو کلنو کې اوښیار ښوي وي او په ؛جنوبی افغانستان؛ کې به القاعدې ته د ځای ورکولو نه مخکې دوه ځله فکر وکړي، ریښتیا خو دا دي چې القاعده په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري. القاعدې د لویدیځ د سر تمبه پالیسیو له برکته په سیمه کې داسې ځای پیدا کړی کړې چې د طالبانو په ګډون د هر بل سیمه ایز ځواک سره سیالي کولی شي. له بلې خوا د تیرو اتو کلونو کړکیچ د طالبانو او القاعدې تر منځ داسې ټینګې ټولنیزې، اقتصادې او مفکوروی خپلوي پیدا کړي دي چې د لویدیځوالو په تش ست او لالج به په اسانۍ ماتې نه شي. د لویدیځوالو داسې په شا کیدل به نه یوازې د دوې نړیوال سیاسی او پوځی مورال لا پسې ړنګ کړي ، بلکې بې له شکه به دا د طالبانو د بریالیتوب په توګه وګڼل شي. طالبان به په ؛جنوبی افغانستان ؛ کې د یو ټینګ او غښتلي مرکز خاوندان شې له کومه ځایه چې به د له لاسه وتلې افغانستان د ګټلو لپاره مبارزه پیل کړي. په پایله کې به لویدیځوال یا خو له پاتې افغانستان نه هم اوځي او هیواد به د ۹۰ یمې لسیزې جګړو ته لیږدوي او یا به بیرته په جنوبي افغانستان تیرې کوي او د پندانې کیسه به بیا له سره پیلوي.
په پښتنو او نا پښتنو سیمو د افغانستان تسلیخ یوازي د کاغذ پر مخ شونې ده. په عمل کې داسې یوه هڅه په سم دستي توګه د سیمې لپاره ناورینونه زیږولی شي او په لږ اوږد مهال کې د نړۍ امنیت له جدی ګواښ سره مخ کوي. داسې یو ویش به میلیونونه پښتانه د هیواد شمال کې پریږدي. دا پښتانه چې دا اوس بې وسلې دې په اسانه د سیمې د جګړه مارو ځواکونو چې دا اوس هم په درندو وسلو سمبال دي، د موخو ښکار کیداي شي . په سیمه کې د دې ځواکونو له لاسه د توکمیز چاڼ توقع هم بې ځایه نه ده. هلته په مرکزي او جنوبې افغانستان کې چې د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز د طرحې سره سم به د طالبانو تر واک لاندې وي، په لسګونو زره هزاره کورنۍ چې په مذهب هم سره شریک نه دي د جدې ګواښ سره مخ کړي. په داسې یوه سناریو کې به ایران، پاکستان او عرب هیوادونه د خپلو په مذهب او مقصد شریکو ملګرو د ګټلو لپاره په خلاص مټ لاسوهنه پیل کړي.
په داسې یوه لوبه کې به ایران تر ټولو لوی ګټونکې وي. یو خو به یې په سیمه کې تاریخي سیال یانې افغانستان په دوه برخو ویشلې وې او په دې توګه به یې نه یوازې اقتصادي پلانونه (د افغانستان له لاري د مرکزې اسیا هیوادونو د انرژي د نل لیکو سبوتاژ ) پلې شوي وي ، بل به یې شمالې افغانستان ته د اسلامې انقلاب او فرهنګې ښکیلاک لیږدونه نوره هم اسانه شوي وي. پاکستان کیداي شي د یو داسې طرحې په پایله کې په لومړې سر کې د ګواښ سره مخ شي ځکه چې کیداې شي د دواړو خواوو پښتانه طالبان به په ګډه د یو اسلامې امارت د جوړولو او د پاکستان د ویش هڅې وکړي. خو که چیرې داسې و نه شې نو پاکستان به په سیمه کې خپل ستراتیژیک ژوروالې بیا وګټې او د هند نفوذ به په سیمه کې لا پسې کمزورې کړې. داسې یو کار به هند د شمالې افغانستان د ګټلو لپاره په بیړه میدان ته کړې او په دې توګه به په سیمه کې یو ځل بیا د دې دوه سیالانو انډوخر پیل شي. دا چې په دې که به روسیه او چین څه تحفظات او ملاحظات لري دا به زمونږ بحث لاپسې اوږد کړې.
لنډه دا چې د افغانستان د ویش هر ډول هڅه که هغه د فدرالې نظام په بڼه وي او یا په کومه بله ناروا بڼه ، یوازې بدمرغۍ زیږولې شي او بس. دا هیواد د ویشلو لپاره نه دې جوړ شوي.
اوس پوښتنه دا پیدا کیږې چې که افغانستان و نه ویشل شې نو نړیواله ټلواله به څنکه ځانته د اوړو پوزه جوړه کړې او روان کړکیج ته، پرته له دې چې بی پته شې، د پای ټکې کیدې. زما په باور په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د ستونځې برخه ده او په افغانستان کې یې پاتې کیدل ستونځه لا پسې پراخوي. خو دا هم څوګنده ده چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو بې مسوولیته او چټک وتل حالات لاپسې ترینګلې کوي. دا چې دا کړکیچ څنګه په مثبته توګه او د یو داسې پایلې سره پای ته ورسیږې چې د افغانستان او نړۍ لپاره ډیره زیانمنه نه وي په دې به بیا کله بنډار وکوو.