ليکوال : صلاح الدین ایوبی
ژباړن : صلاح الدین ایوبی
منبع : علمی څیړنو له مرکز څخه
الحکمة ضالة المؤمین یلتمسها ان وجدها (حدیث مبارک)
ګرانو وروڼوغواړم دخدمت او حکومت دډولونو په اړوند څوډیر مهم اودبحث وړتوکی ستاسودقدروړحضورته ډالی کړم، له تاسوڅخه لویه ارزو لرم چه په غور سره یی دلوستلوزحمت وګالی، ځکه چه که ټول ونه لولی نو اصلی مفهوم اوهغه څه چه زه یی سخته ګیله لرم نشی درک کیدلای،
زما له دی لیکنی څخه خاص دوه موخی دی، اول داچه ټول افغانان وروڼه له څوهغوضررناکواومهمواساسی توکوڅخه خبرشی چه زمونژدګرانو هیوادوالودنفاق اوناپوهی اوګډوډی سبب ګرځیدلی دی. اودوهمه خاص موخه می داده چه له خپلوافغانی جهادی مشرانو خصوصا حکمتیارصاحب اوپرفیسورسیاف څخه ګیله اوپوشتنه لرم، چه خاریجی دشمنانوچه زمونژګران هیوادوال په دی ناولواوغیرمنطقه مفکوروپه اسانه غړول او وغړول، تاسوله پزیکی برخورد څخه علاوه کوم منطقی اوتاکتیکی اوتدبیری لټون اوپاڅون دسلام دمقدس دین دحقیقی مفکوری لپاره کړیده؟ اوکه موکړیده ولی ددی باطلو مفکورو په وړاندی ستاسو منطق دچا دمنلووړ نه وه؟ ایا افغانانو څه نه اوریدل؟ که یی څه نه اوریدل بیا یی دا ناولی او بی منطقه خبری څنګه واوریدی؟ اوپه ذهنونو کښی یی څنګه کښینولی؟ اوسخت ورته وفاداره ولی وګرځیدل ؟ ایا دیو یاڅوباغبانانوڅخه چه د یوښکلی او رسیدلی بڼ دساتلواوروزلوعام تام مسؤلیت ولری، او هیڅ خپل اصلی مسؤلیت په هردلیل چه وی ادا نه کړای شی ځینی نیالان ځنی مرض ووهی اوځینی ورڅخه ځناوروخوری اوځینی حشرات ووهی اوځینی باغبانان پخپله له منځه یوسی، په دی بهانه چه مرضی دی، اوځینی په دی بهانه چه دسوخت مواد موکم دی مهوه کړی، او اوس چه باغ یوه اندازه پاتی ده هغوی بیا هم ادعا کوی چه مونژ یی ښه ساتونکی یوڅوک یی منی؟ همدارنګه دکورمشر چه دکوردهرڅه مسؤل ده اودکورنی دټولو غړو له داخیلی اوخاریجی افاتو څخه دساتنی مسؤل ده ، ټوله کورنی ځنی ورانه شی څوک ورڅخه د دشمن کورته پناه یوسی اوڅوک پخپله دده دمشرتابه په وړاندی ودریژی اوڅوک اورڅخه غله او لاروهونکی بدلاری کړی اوڅوک ورڅخه دشمن ووژنی اودکور سرتوری یی څوک ورڅخه فحاشه خانوته ولاړی شی اوڅوک ورڅخه ددشمن غیژی ته په پوره خوښی ولاړی شی اویتیمان یی څوک عربو ته داوښانو دلوبولپاره بیایی اوځینی دګاونډیانو کثافتونه ټولوی، اوځینی له خپل لوی نعمت اسلام څخه محرومه شی، اوپه داسی حال کښی بیا هم همهاغه کورپالونکی ادعالری چه مونژ ښه پالونکی يو، باید ددوی ددی خبری په ځواب کښی څه سلوک ورسره وشی؟ تاسو خو په یوه داسی ډله دومره زر او له وخته وړاندل نیوکی کوی کوموچه ستاسو کړی ټولی خرابیانی اودرژیدلی بڼ دبیا شنه کیدلوهیلی را زوندی کړی، په دغی ډلی خو نه دمملکت بودیجه مصرف شوی وه اونه کوم نظامی یا سیاسی تربیت ورکړ شوی وه، اوپاک سپین اسلامی شعار یی درلود اودالهی نظام لپاره یی له هیڅ ډول قربانی څخه دریغ نه وکړ اونه یی اوس کوی، تاسو ولی په لوڅښتن تعالی ج توکل ونه کړ او له دوی سره یوځای نه شوی؟ خیر ده که په کمه چوکی مقرروای اما داخو موکولای شوای خپلی اسلامی مشوری خپلووروڼو ته ورکړی، ترڅو واقعی سوچه شرعی نظام او مکمل اتحاد رامنځ ته شی،
خیر پخوا وخت درنه تیر شو اوس خو وخت شته، ایا تاسی په دی ډاریژی چه دوی به تاسی دچا یا چاپه خوله ووژنی؟ نه یو اسلامی مجاهد ټول توکل پر لوڅښتن تعالی کوی او الله ج دحق مل دی، اوشهادت دیو مسلمان لویه ارزوده، که دوی له تا سو سره داسی ناځوانی وکړی نو لوی خدای ج خو شته او دقیامت ورځ خو راتلونکی ده، زه نه پوهیژم اونه می په کوم اسلامی کتاب کښی لوستلی چه مسلمان باید په مسلمانانو باور ونه لری هغه هم په همسنګره هغه مسلمانانو ورڼو چی شعاراو رفتار اوظاهریی دګران پیغمبررسول الله ص دواقعی لشکرپه شان وی.خیر که دوی نظم او دسپلن نه لری نوکوم مصرف هم دمملکت نه ده پری شوی، په تاسو اودی تش په نوم مارشالانو جنرالانو او ډګروالانو خو په لکونوملی بودیجه ددی معموریت لپاره مصرف شویده، اما ددوی(امارت) په لسمه نظم مو رانه وستلای شو. اوعلاوه له دی څخه تاسو یی هم نه یاست منع کړی چه زمونژ سره مه همغژی کیژی.
ستاسو دنفاق او بدبینی او شکوکاتو او دمرګ څخه دویری په سبب لاندی ناولو ناروغیوزمونژپرمملکت اوهیوادوالوسخته حمله کړیده، چه ورځ پرورځ په تیزی سره نور هیوادوال داسلام دلوی نعمت څخه محروموی ، زمونژ اوخصوصا ستاسوخو اصلی مسؤلیت دا وه او ده اتل به وی چه داسلام دمقدس دین نعمت دټولی نړی انسانانو ته ورسوو اما دا کارخو د ځان پرستی په وجه راڅخه پاتی ده، خپل مسلمانان ورڼه مو لا داسلام له دین څخه متنفرکړل.
زما دی قسم په ذوالجلال وی دټولوهغو مؤمینو افغانانو چه له دینه واوښتل یا پسی اوړی یا له ځانه خبر نه دی په کفرکښی مبتلا دی مسؤلیت یی زمونژټولو خصوصا ستاسو(مشرانوده) په غاړه ده
پس پرمرګ څه باورچه څه وخت به له دی فانی نړی ځو؟ یوه ورځ هم غنیمت ده چه ترهرڅه دمخه دمسلمان ملت دیووالی ضروری مهم اوفرضی کار اول له ځانه شروع کړو. لوی خدای ج قادراومهربانه ذات ده ځمونژ بی شماره ګناهونه به ځمونژ دبی ساری اخلاص اوصداقت په سبب معاف کړی او پرخپل فضل سره به مو یوځل بیا پرټولو بی دینه دشمنانوکامیاب اوله هیواده اوهیوادوالو څخه به مو ټول افات ووځی. هو دا کار لوی خدای ج ته بیخی اسانه ده که چیری مونژ واقعی له ځانه فورا شروع وکړو،
والسلام
دمسلمان امت دټینګ اتحاد غوښتونکی (صلاح الدین ایوبی)
دخدمت اقسام
په دی کښی شک نشته چه په افغانستان کښی زیاته کډوډی او نا خوالی دخدمت ترنامه لاندی ترسره شوی او اوس هم تر سره کیژی، داسی ډیر کم کسان دی چه پوهیژی چه هغه چه په کوم کار مثلا غلا قتل اختیتاف اوداسی نوروکښی مبتلا دی هیڅ خدمت نه بلکه جرم ده، دداسی کسانو مخ نیوی او اصلاح ډیره اسانه او زرکیدای شی. مګر اصلاح دهغو کسانو ګرانه شویده چه دوخت دمسؤلینو اومشرانو دبی استعدادی بی علمی بی غوری اوبی کفایتی په سبب دخاریجی ناوړه اومختلیفو مفکوروتراثر لاندی راغلی او حتی هغه مفکوری یی دژوند ستری موخی ټاکلی، ځکه په دی باوری شوی دی چه زمونژمفکوری واقعی خدمت ده، اوطبعی خبره ده چه اکثره انسانان خدمت طبع وی اوکه یو ځل یی کوم شی په نظر ښه ورشی نوله هغه کاره ترهغه وخته بیا منع نه کوی تر څوکوم بل څوک ورته پوره علمی اومنطقی قناعت ورنکړی،
دافسوس خبره خوداده چه زمونژ دوخت مسؤلین او جهادی مشران چه اکثره هم پدی پوهیدل او پوهیژی چه هغه او دغه مفکوری خاریجی راغلی چه ګناه پدی کښی نه ده چه زمونژ خالی ذهنه وطنوال یی مسحور کړی، بلکه ګناه داده چه هغه وخت چه دی مفکورو زمونژهیواد ته لاره پیداکوله یا یی پیداکړی وه ولی پروخت چا اقدام نه کاوه؟ اوبل داچه دمشرانو اومسؤلینو وظیفه وه چه خپل وروڼه دځان سره په هر لیحاظ ټینګ وساتی او نه پریژدی چه نورخاریجیان یی ترخپلو بی دینه اوبی منطقه اغیزولاندی راولی، باید ښه منطقی اوټینګ علمی دلایل یی دمحبت په چوکاټ کښی ورته برابرکړی وای نونن به هیڅ کومه خاریجی مفکوره نه وه اونه به د خدمت دڅرنګوالی په سر کوم خاص اختلافات وای او نه به کوم هیوادوال داسلام دمقدس دین له نعمت څخه محرومه وای.
تیربه له مجبوری هیرکړو نن خو که واقعی ځان ته پوهه وایاست نو دا متنفرشوی او مسحور شوی ملت ته د رڼا او خلاصون لاری برابری کړی، په مینه او محبت او په ښه علمی دلایلو یی په تیزی سره واپس دحقیقی مفکوری وفاداران وګرځوی ، یقینا افغانان ډیروفاداره اولس ده، ددی یوښه ثبوت داده چه وګوری هغه افغانان چه حتی غلطومفکورو یی په ذهن کښی ځای نیولی هغه په څومره سختی سره حتی دسر او مال په بیعه هغی مفکوری ته وفا دار ده، اوحتی مونژ ولیدل چه خپل افغانان او مسلمان وروڼه یی دخپلومفکورو په خاطرووژل. دا په دی مانا ده چه که مونژ او تاسو واقعی د حقانیت صداقت علمیت صمیمیت اوانسانی منطقو پربنیاد په رښتیا سره سر له نن ورځی پاڅون وکړو، او په خپله دګوړی له خوراکه منع وکړو، نو ټینګ تضمین درکوم دافغانستان غیرتی اووفاداره ملت به موډیرټینګ هرکلی وکړی، او په ډیر کم وخت کښی به مونژ په صحی اواساسی ډول سره دخپل کور له نفاق څخه کامله صفایی وکړو، او ټول معصوم افغانان به دیوی مفکوری لپاره وفادارکړو.
باید په یاد ولرو یووالی دمفکوری په اشتراک کښی موجود دی، په زور ترور وهلوټکولو او نوروپزیکی عکس العملونوکښی یووالی نشته.
هیله مند یم چه سر له نن څخه به ټولی خپل منځی متعصبه لیکنی منع کوو، او ټولو هیوادوالو لپاره به له خپله ځانه شروع دیووالی او صداقت او ورور ګلوی بی مثاله درس ورکوو، او دټولوخاریجی ځواکو او مفکوروپه وړاندی به ډیره ښکلی منظمه علمی منطقی نظامی مبارزه کوو. او داسی اسلامی فضا اومثال به رامنځ ته کووچه نړی مسحورکړو، هو دا کار سل فی صده ۱۰۰٪ ممکین ده.
که مونژټول له نفسی اوشخصی غوښتنوڅخه تیر شو، او د سردارعالم رسول الله ص په لارښودنو واقعی عمل وکړو نو راغلی ټولی بدبختی به هرومرو لوی او قادرڅښتن تعالی ج په خپل فضل سره اساسی مهوه کړی.
ددی لیکنی په اخیر برخه کښی د خدمت او حکومت بحث هم وګوری.
سوفیسطایان
دمثال په ډول :۰(۱) دمسیحی میلاد پنځمی پیړي دمخه په یو نان کښی دهغه وخت داشرافی نظام دړنګولو په غرض څوچالاک کسان راپیداشول چه مشهورکسان یی د ګورګیاس اوپروټاغورث په نامه سره مشهوردی. ددوی مفکوره اوعقیده د سوفسطایی فلسفی په نوم نومول کیژی، دوی په کم وخت کښی شاګردان په داسی ډول وروزل چه دهغوی په ذهنونوکښی یی دا ورځای کړه چه انسان باید خدمت وکړی، یانی له خدمت څخه هدف ددوی دجوړی شوی ګیډی اوکفری مفکوری ته وفاداری او توسیعه اودعوت وه، چه دسوفسطایی فلسفی ترشاپټ رازدا وه چه له یونان څخه داشرافی نظام کمبله ټوله کړی اوددوی پلان شوی اومخصوص ترتیب شوی نظام راشی په کوم کښی چه دوی دخپلوځانونودعیاشی اومطرح کیدوپوره باوری وو،
دوی دساده لوحواونوی شاګردانو په ذهنونوکښی اساسی داخبره ورځایوله چه *حقیقت دهرانسان په نزد دهغه لپاره حقیقت ده- په دی مانا حقیقت (اصل) کوم تعین معیارنه لری، بلکه داصل بهترین واحد او معیار پخپله انسان ده، مثلا دبربنډ ګرځیدونکی انسان لپاره اصل او حقیقت همدا بربنډه ګرځیدا ده، ځکه همدا کاردهغه غوښتنه او خواهش ده، اودښه لباس اغوستونکی لپاره حقیقت او اصل همدا دلباس اغوستل دی. له دوی څخه یو هم حق نه لری خپل خواهش په بل هم ومنی ځکه اصل دهرانسان شخصیت ده، سوفسطایا ن او ترسی ماکشیان یوبل ته نزی مفکوری لری، اوتقریبا دواړه اصل اوحقیقت دپنځو حواسو مزو اوچړچو ته وایی اوباید په رقم چه وی حاصل شی.
پس ددوی په نزد اوفکر دخدمت تعریف هم داسی کیژی: هرانسان چه دبل انسان داصل احترم ولری اوورته دخواهش پوره اختیار او اذادی ورکړی، ښه او غوره خدمت بلل کیژی.
تاسو که ځیر شی نوډیر زر به ووایاست دا خو مکمل ځناورتوب ده، دی ته انسانیت نه ویل کیژی. په رښتیا هم نه دا انسانیت اونه داصل سم درک ده بلکه دڅو ابلیسانه مغریضواشخاصوبیهوده مفکوره ده،
(۲) – اپیکوریانو ګیډی او پوچ مغزه مفکوره
دمسیحی میلاد ۳۴۲ کاله پخوا اپیکور د یونان د ساموس په سیمه کښی زیژیدلی دی، غریبان وه مور یی ضشسطپه کوررو ګرځیدله طلسمونه اوشعبدی اوخطایستنی به یی کولی او دکورچلاو یی په دی ترتیب وه، دده لمړنی تربیت هم موردخپل یادشوی فن سره سم کړی وه، اپیکور دڅلویښت کلنی په شاوخواکښی داتن ښار په یوباغ کښی تربیوی مرکزجوړ کړ اوخلکو ته یی دفزیک ،هواپیژندنی دفنونو ترڅنګ خپل خصوصی طلسمی اوشعبده بازی چلونه هم ورزده کول چه همدارنګه ده هم په خپل وار سره زیات کسان دوحشت اوناپوهی په لور ټیله کړل،
نوموړی د ځناورتوب دنظام په خورولو او تایدولو کښی ترسوفیسطایانو لاهم وړاندی ولاړ او دسوفیسطایی مفکوری تر څنګ هغه یوه بله جمله هم دخلکو دغولونی لپاره په کار واچوله چه ډیره موثره وه، هغه داچه «څه شته هغه شته ، او چه څه نشته هغه نشته« اوپه دی خاطر بشر(انسان) لویه هستی او حقیقت ده ، دانسان دپنځو دحواسودرک حقیقت او اصل ده ، اوله دی پنځو حواسودباندی چه هرڅه یادیژی حقیقت نه دی، ا پس په دی خاطر باید ومنو چه انسان دحقیت بهترین واحد ده، اوانسان یا بشرټول یوده، اودهربشرمساوی حقوق دی، هغه که مونث ده یا مذکر، اوهمدارنګه دوی زیاتوی چه دبشرسعادت او نیک بختی یواځی ددی پنځو حواسودلذتونو(خوندونو)څخه عبارت ده، چه په دی اساس دوی دخپلو نفسی خواهشاتوپه غرض دخدمت تعریف داسی کوی:
هرعمل چه دبشردپنځوحواسودلذتونو(حقوقو)لپاره د ښو اوغوره اسبابو دبرابرولوپه موخه ترسره کیژی خدمت بلل کیژی، مثلا شراب، فحاشه خانی، لیواطت خانی، د ګډاګانو مرکزونه، لوڅ اوبد کرداره فلمونه اوداسی نور،
که دی تعریف اوفلسفی ته ټینګ متوجی شی اولژغورپری وکړی نوهرو مرو به ووایاست داخودڅو چالاکولوفرو مداریانو، شعبده بازانواوعیاشانو مفکوره ده چه دځناورتوب ترڅنګ دسخت تعصب پراوهوس پرستی پربنا انسانان وحشی توب ته هم ورپوری وهی، داپیکوریانو عقیده په پورته تعریف کښی واضح ده،
د ایپکوریانو د مفکوری لوی توسیعه کونکی اومنظمونکی ، اولوی وفادر کارل مارکس وه.
(۳)- مذدکیان
دمسیحی پنځمی پیړی په دوران کښي مذدک دروسیی جماهرو داذربایجان په سیمه کښی پیدا او دهغه ځای اوسیدونکی وه- دپلار نوم یی بامداد وه چه ځین خلکو به ورته بامداز ویل، مذ دک اورپرسته، شعبده بازسړی وه،
مذدک په ټولنه کښی د خپل مذهب پوهه او دکمالاتودسړی په نوم مشهور وه.
مذ دک د نفسی خواهشاتو سخت شکارشوی وه (د زناکاری سخت لیوال)وه، مذدک د هغی زمانی دایران دپاچا یانی قباد پاچا (دانوشیروان پاچا دپلار) پر ښځه زړه بایللی وه ده دخپل دی هدف لپاره ډیر پلانونه په کار واچول خو بی نتیجی شول چه بالاخیره یی په لاندی شکل نوی پلان د یو مذهب په شکل دابلس په کومک جوړ او عملی کړ.
یوه ورځ یی دمنطیقی دیو مشهور ساده او ریښتینی بزګر مخی ته په ډیره چالاکی له یوی ونی ځان را واچاوه چه بزګر هیڅ پوهه نه شو چه مذدک له کومه یو دم را پیدا شو، اوبل دا چه یوه عجیبه ښایسته وریښمینه چپانه یی اغوستی وه، ساده بزګر هک پک پاتی شو، مذدک زر په چالاکی سره ورته وویل چه اخوا ګوره هغه څه دی، کله چه دبزګر توجه بلی خواته شوه خپله چپانه یی زر وایسته اوپه جیب کښی یی واچوله(وریښمینه وه سره یومټی یی کړه اوپټه یی کړه) بزګرچه بیامخ را واړاوه نو دمذدک لباس مکمل تغیر خوړلی داځلی بزګربیخی حیران شواو ورته یی وویل داته له کومه شوی او یوه لازه مخکی په څومره ښایسته لباس پوشلی وی هغه لباس څه شوپه مځکه ننوت که اسمان ته والوت،
مذدک په ډیره چالاکی ورته وویل ګوره داهرڅه چه د ولیدل پام کوه چه بل چاته ونه وایی، ځکه دازما یوډیرپټ اوخصوصی راز دی تاته یی نه شم ویلای، بزګر لاپسی تشویشی او متزلزل شو او ورته یی وویل که ته مته ټوله قیصه ونه کړی نوزه به هرومرو هرچاته داقیصه وکړم، نو مذدک بیا په چالاکی دهغه پټکه قبوله کړه او په خورا مکریی ورڅخه وعده واخیسته چه درته ده تاته وایم اما ته به بل چاته نه وایی، بزګر چه قیصی ته سخت بی قراره وه، وعده یی وکړه چه هیڅ چاته به نه وایی، نو مذدک په پوره رضالت او شیطانت سره ورته وویل زه څه موده کیژی پیغمبر شوی یم او دااوس هم له اسمانه راکوز شوم، او دجنت کالی می پرغاړه وه چه پریښتو واپس اسمان ته ویوړل بیا چه کله اسمان ته خیژم نو یی راته راوړی، خو ګوره چه داقیصه هیڅ چاته هم ونه کړی، ځکه داپټ راز دی، ساده بزګرچه قیصه وواریده زرفیصده یی پری یقین وکړ او ورڅخه یی وغوشتل چه له خدایه ماته جنت وغواړه کنه زه وایم. هغه ورته وویل چه ته مه خفه کیژه ته به په جنت کښی له ماسره یوځای مزی کوی، ځکه ته واقعی خوشبخته یی، ساده بزګر په جاموکښی نه ځایده او کورته ولاړ، دبزګرښځی چه دده نه پټیدونکی دخوشی حالت ولید نو ورڅخه یی پوشتنه وکړه چه ولی دومره خوشحاله یی؟ بزګر ورته وویل چه تاته نه وایم ځکه زه پیغمبر منع کړی یم چه هیڅ چاته په هم دهغه د راز او زما دجنتی کیدوخبره نه کوی، ښځی چه دومره قیصه وواریده نو یی وویل چه ضرور رښیا قیصه ده او باید ټوله قیصه ځانته معلومه کړم، نو یی مذدک راټینګ کړچه خامخابه قیصه کوی کنه زه به خفه شم، مذدک پر ښځی قیصه امانته کړه اوورته یی وویل ، ښځی یی هم دجنت غوښتنه وکړه بزګر ورته وعده ورکړه له پیغمبره به یی ورته وغواړم. دبزګرښځی په ځوورځو کښی قیصه دکلی په ټولوښځو امانته کړه اوښځوپه خپلو خاوندانو امانته کړه، مذدک هم څو ورځی لاپخوا په ځان کښی ډیر عجیب تغیرات راوستی وه هغه دا چه خلکو ته به یی په ډیر عجز د وعظ کاوه چه له خدایه وویریزی او ټول یو له بل سره ښه کوی اما دا یی نه وه ورته ویلی چه زه خو لوی خر شوم. همدارنګه پټ به په چله خانو کښی ناست وه،
کله چه ښځو په خپلوخاوندانوقیصه امانته کړه نو خاوندان یی هم مشووش شول ځکه واقعی په مذدک کښی تعیرات راغلی دی اوله اسراره ډک خوځښتونه اوحرکات کوی، لنډه دا دمذدک شعبدو او چالاکیو اوساده رښتینی مشور بزګر یوپه بل دقیصی امانتیدل خلک دخلکومشووشتیا سوکه سوکه دیقین په خوا بوتله اویوه ورځ یی په خپل مرکزی عبادت ځای کښی(په کوم کښی چه به دوی داورعبادت یوځایی کاوه) ټولوپه یو ځای ورته وویل مونژ پرتا لژ شکیدلی یو چه ته پیغمبرشوی یی مونژبه خوشحاله شو که خپل راز مونژته ووایی، اوغوښتنه یی ځنی وکړه چه خامخا به داراز ورته وایی کنه دوی به ټول خفه شی، چه اول مذدک کذاب په ډیره چالاکی انکاروکړمګردکلی والوپه سخت اصرار هغه یودم خپل حالت ته تغیرورکړاوپه مکارجذباتی او زړغونکی اواز یی تقریرشروع کړ، جاهلو اوبی علمه اوبی منطقه کلیوالو ورباندی باوروکړ اوورته یی وویل چه دا زمونژ لپاره دافتخارځای دی چه زمونژد بامداد ځوی مذدک بیغمبر شو اوس به مونژ ټول هرومروله دوزخ څخه خلاصوی او حتما به موجنت ته بیایی، چه په دی ترتییب دده شیطانی پلان دجاهلی ټولنی په منځ کښی مطرح شو اوده به هم ډیرزیار اوچمبازی کولی چه په ډیرکم وخت کښی قزاقستان زیاته برخه دتاجکستان قرغزستان اومکمل ازربایجان ماسکواومکمل ازربایجان دده پیروان شول،
دمذدک مذهبی ښودنی اومهمی دندی په شروع کښی په زردشتی دین سخت ټینګاروه مګرسوکه سوکه یی دخپل هدف خبری پکی ورزیاتی کړی، چه خاص یی په لاندی ډول دی.
انسانان ټول مساوی حقوق لری که نردی او که ښځی، همدارنګه ټولی شتمنی باید مکملا شریکی وی.
دمالی شتمنیو څخه علاوه هره ښځه هم له شایسته اوبدرنګی سره دجماع حق لری، اوهمدارنګه بالاخیره یی ودونه هم مشترک اعلان کړل په دی مانا چه دده دابلیسی دین یو خاص حکم داوه چه ښځه دچا شخصی نه بلکه اجتماعی به وی چه په نمبر باید ښځی سره بدلی رابدلی کړوترڅو ټول په مساویانه ډول د جنسی هوسونوڅخه برخمن شی، او اولادونه دچا شخصی ونه نومول شی دټولوبه مشترک شی چه په دی ډول به ټول یوله بل سره خواخوژی ولری اوهیڅوک به هم دخپلو اولادو یا پلاروطرفداری نه کوی دټولو پلارونه او ځامن به مشترک شی.
جاهلی ټولنی یی دحکم سره سم عمل شروع کړ، له دی ورسته مذدک دخپل اصلی هدف په لورله خپلو خاصوپیروانوسره دایران په لورحرکت وکړ، ده اول دخپلو څوخاصو پیروانو په کومک له یوه مناسبه اوپټه ځایه دقباد پاچا عمومی عبادت ځای(داورلوی نغری) ته تر ځمکه لاندی لغم ورورساوه، او داورنغری ته یی له لاندی خوا په خاص انداز دومره سوری ورکړ چه اواز ځینی راوځی،(قباد پاچا هم اورنمانځونکی زردشتی مذهبه وه)
له کاره ورسته یی قباد پاچا ته دمذهب دعوت ورکړ. قباد پاچا ورڅخه وپوشتل چه څه معجزه لری چه زه ستا دین قبول کړم؟ مذدک ورته وویل چه صبا به ستا په عبادت ځای کښی زه له خدایه (العیاذباالله) له اوره وپوشتم اوهغه به تاته ځواب درکړی، خبره دصبالپاره طی شوه او قباد هم خپله ټوله کابینه صبا عبادت ځای ته وغوشته، اومذدک هم خپل مخصوص نفردلغم له لیاری دپوره پوهاوی سره تراورلاندی (عبادت ځای ته معمورکړ).
صبا چه ټول په عبادت ځای کښی دغټ ګول نغری (اورځای) څخه راتاو شول او اورهم پوره مست بلیده له مذدک څخه وغوشتل شول چه خپله وعده پوره کړی، مذدک په خورا ځانګړی انداز لاسونه داور پرلور اوژده کړل او چغی یی کړی چه ای خدایه زما کومک وکړه او قباد ته هدایت وکړه ترڅوزمادعوت قبول کړی، کله چه یی دری ځله دا چغاره په ډیرلوړاواز سره وکړه نو د اور له منځه اواز راووت چه ای مذدکه ته په حقه یی اوقباد به ضرورستا دعوت سره له ټولی کابینی قبلوی اوهمدارنګه د اورڅخه راوتونکی رمباړی قباد ته اختارورکړ چه که دده دعوت قبول نه کړی نوزه به ناراضه اوپرتاسو به عذاب نازل کړم عذاب نازل کړم عذاب نازل کړم. چه ﭗه دی اواز اوریدلو سره قباد هک پک پاتی شو او له مذدک څخه یی بخشنه وغوشته او دده دعوت یی قبول کړ. قباد په ډیرکم وخت کښی دده دمذهب اړونده ځناوری اوامر پرخلکولازم اوعملی کړل، څه موده پس له قباد څخه مذدک دوہ خصوصی غوشتنی وکړی اول داچه خپله ښځه دمذهب دحکم سره سم څو ورځی ده ته وکړی، او دوهم داچه دقباد ځوی انوشیروان پری ایمان نده راوړی باید هغه هم دا مذهب قبول او ورته سخت پابند اووسی ، چه له دی کارسره به دپاچا او دکورنی مذهب ته وفاداری ثابته شی اوخلک به هم شک اوتردید نه کوی اوپه پوره صداقت سره دوی هم ښځی تبادله کوی اوټول اولس به له خپلوحقوقو برخمن شی،
قباد دواړه حکمه قبول کړل اوښځي ته یی حکم وکړ چه له مذدک سره څوشپی تیری کړی، ښځه یی دده په دی حکم سخته ناراضه شوه او ورته یی وویل ستامغر خراب شوی دی داته څه ګډی وډی وایی، مګرقباد اصراروکړ، چه بالاخیره دقبادښځی خپل ځوی انوشیروان ته وویل چه پلارد دومره بی منطقه اوبی اصوله غوښتنه کوی، ددی مغزمذدک جادوګرورخراب کړی دی زه قطعا له مذدک سره شپی نه تیروم ……………………..!
انوشیروان خپل پلارقبادته وویل چه ولی داسی بی منطقه شوی یی، پلاریی ورته وویل چه زه به مذدک راوغواړم چه هغه زمااوستاترمنځ فیصله وکړی، لنډه داچه پلار یی په شدت سره ورته وویل چه که په څلویښت ورڅی کښی دمذدک مذهب یا قبول یا په منطقی دلایلوسره رد نه کړی نوحتمی به د ووژنم. انوشیروان موردڅلویښت ورځولپاره ورځنی بنده اوخپله یی اخوا دیخوا په زردشتی قابلو عالمانو پسی منډی را منډی شروع کړی، اودمذدک په هکله یی په سختو پلټنو لاس پوری کړهغه وه چه څلویښتمه ورځ یی دمذدک داور دغژیدلو راز کشف اوخصوصی پلان یی جوړ کړ، اویوعالم یی دمذدک سره مقابلی ته د قباد اومهمو وزیرانو په وړاندی کښیناوه، عالم له مذدک څخه چه پوښتنی کولی په هغه کښی به بی ځوابه پاتی شو، چه بالاخیره قباد په سختی سره مذدک ته وویل چه پوښتنو ته منطقی ځواب ووایی، مذدک په چالاکی سره ورته وویل چه ځواب به صبا اورووایی،
مذدک داسی پلان جوړ کړ چه څومخلیصو کسانو ته یی وظیفه ورکړه چه صبا به اور ووایی چه زه خفه یم او عاجل دقباد د اینی کباب غواړم کنه ټول به غرق کړم ، تاسی به فورا دقباد سر پری کوی او تنه به یی اورته اچوی ترڅوټول حکومت ورڅخه ونیسو. اما انوشیروان چه دده داوردغژولوراز یی کشف کړی وه او له دی پلانه یی هم پروخت ځان خبر کړی وه ، خپل نفر یی داسی موظف کړل چه دپاچا سره نژدی بل څوک به نه پریژدی اوچه د مذدک خاص کسان ټولی ته راځی باید دجنګ هیڅ اوزار هم ورسره پاتی نه یی مګر داکار به په ډیره چالاکی کوی چه مذدک پوهه نه شی چه مونژ پوهه شوی یو،
صبا دمعمول سره سم مذدک اورته چیغی کړی ، اود اور رمباړی هم ځواب ورکړ چه – دقباد د اینی کباب غواړم- ترڅو چه دمذدک خصوصی کسانو ځان خوځاوه د انوشیروان دکسانو یی پلان شنډ کړ، په مجلس کښی شورماشور بدحال اوغوغا رامنځته شوه، دقبادسر لا تر اوسه هم نه وه خلاص شوی او له مذدک څخه یی بخښنه غوښته، په هرحال انوشیروان خپل ځان مکمل بی خبره واچاوه اوکله چه بیرته تخت ته ټول راستون شول نو انوشیروان هم دمذدک څخه په پوره چالاکی بخښنه وغوښته، مذدک ورته وویل چه ترڅو چه مذهب قبول نه کړی نه بخښل کیژی، انو شیروان وویل اوس زما هم ستا په مذهب یقین پیدا شوی زه یی هم قبلوم اما په دی شرط چه زه غواړم ستا دخاصواوعاموپیروانولپاره یوه میلمستیا دبخښنی اوخپلی جرمانی په موخه جوړه کړم اودټولوپه مخ کښی دمذهب اعلان وکړم، مذدک له خوښی په کالو کښی نه ځایده او وویل بیخی سمه ده، صباته دمذدک دخاصواوعامو کسانو لپاره په یوه ډیر لوی باغ کښی داسی ترتیبات نیول شوی وه چه ډیری زیاتی په زرهاومتره دانسان دقد په اندازه کډی کیندل شوی وه او خاص اوتکړه پوځیان په دی سخت معمورشوی وه چه دمذدک ټو ل افراد به یویو سرچپه په دی کډیوکښی ترپنډیو خښوی، صبا پوځ همهاغسی وکړل د کارتمام په صورت کښی انوشیروان دتخت پخوا ورغی اومذدک چه دده له پلارقباد سره به په څنګ پرتخت ناست وه ورته یی وویل چه لطفا یووارراشی اوپخپلو پیروانو نظر تیر کړی چه څوک خوبه له ما څخه خفه شوی نه یی، مذدک هم خوشحاله خوشحاله دباغ په لورله انوشیروان سره ولاړ، کله چه باغ ته داخل شول نو انوشیروان ورته وویل واقعی ستا مذهب حق داګوره ستا په زرهاووپیره وانانو ستا داحترام په خاطر ځانونه سرچپه ژوندی په خاورو دننه کړی دی، مذدک چه حالات ولیدل نویی منډی ته ځان جوړاوه چه پوځیانو ټینګ ونیو، او بندی خانی ته یی واچاوه، انوشیروان پلارله هر څه خبر اوله دندل ګوشه کړ اوپرخپله یی دمشرتابه چاری واخیستی، اومذدک ته یی عبرتناکه سزاورکړه ،
(۴) تراسی ماکش
تراسی ماکش هم د شرقی اوغربی کفری نړی داصولو خصوصا دډیموکراسی داصولو اساس ایښودونکی او ګیډی اوهوسونوځپلی فیلوسوف وه. تراسی ماکش دلمړی ځل لپاره واضحا اعلان کړه چه که څوک غواړی دسعادت اونیک بختی ژوند ولری نو ورته پکارده چه دانصاف څخه صرف نظر وکړی، او د بی انصافی اوظلم ښکلی او غولونکی چلونه اوطرزونه له ما څخه زده کړی. تراسی ماکش زیاتوی چه دنړی هغه خلک چه دحق په نوم دلغت منونکی دی احمقان دی، چه همدارنګه زیاتوی چه مونژ باید داسی غولونکی طریقی کشف اوایجاد کړوچه ډیر په اسانه نورانسانان پری وغولیژی اومونژخپل مرموزانه مقاصدو ته ورسیژو.
تراسی ماکش دغولونی اوخطا ایستنی او د داسی جملو دویلو خاص مکتبونه او روزنتونونه پرانستل چه هره جمله تقریبا دری قسمه مفهوم ولری لکه مثبته (دهوکړی مانا) او منفی (دانکارمانا) خنثی ( بی طرفه مانا) چه په اسلام کښی دا ډول څرګندونی منافقت بلل کیژی.
همدارنګه تراسی ماکشیان او سوفسطایانو د غولونکی تقریرونولپاره تربیتی مرکزونه جوړ کړل ترڅویو بی انصافه په اسانی سره په مسلسل ډول په مختلیفو بهانو عام خلک یا مطلوبه خلک خطا کړای شی.
تراسی ماکشیان په نړی کښی هغه خلک خوشبخته اوبریالی بولی چه دبی انصافی په کولوکښی ښه مهارت ولری،
تراسی ماکشیان زیاتوی نه خدای شته اونه امکان لری (العیاذباالله) دوی وای داهم دغولونی یوه طریقه ده چه تاسوکولای شی دضرورت په وخت له دی طریقی څخه هم کارواخلی،
دوی زیاته اندازه خلک وروزل او خپل ټولو روزلوخلکو ته یی دا هم ورزده کړه چه ستاسو دا شیطانی چلونه دیو حکومت دنړولو لپاره بیخی کفایت کوی، مګر باید په یاد ولری کله چه یو حکومت ونړوی نو فورا به یی پرځای دخپلو شیطانی اصولو په رڼا کښی پرځای بل ډیموکراسی اصوله حکومت راولی ځکه ستاسو فن په داسی حکومت کښی بیخی ښه نتیجه ورکوی، اوهمدا یی هم خپلو پیروانو ته ورزده کړل چه که تاسو کوم مذهبی حکومت نړول غواړی نو بیا حتمی ده چه اول دهغوی دمذهب په اړه معلومات ترلاسه کړی اوبیا عین ددوی دمذهب سره ظاهری ځان عیار کړی، اوبیا رورو ددوی ترمنځ دمذهبی امورو او احکامو پر سر اختلافات را پیدا کړی، کله چه اختلافات را پیداشول بیا نو دخپل مخصوص شیطانی فن په وایسطه دوی یو دبل دوینو تژی جوړ کړی اوکله چه دا کارهم وشو نو دمصلیحینو په بڼه یا دیو دریمی قوی په بڼه مداخله شروع کړی، او په یاد ولری چه له مداخلی سره سم باید تاسی په منطقه کښی دکومک اوانسانیت او مذهب تر نامه لاندی دخلکو سره کومکونه شروع کړی، تاسو باید ددی کومکونو او لاس ته راوړنو(مفاداتو) تر منځ تنا سب لا وار ترپخوا ترتیب کړی وی په دی شکل چه کومکونه لس په سلوکښی ۱۰٪ او مفاد مو باید حتمی ۹۰٪ نوی په سلوکښی په نظر کښی نیولی وی، همدارنګه باید په یاد ولری چه دمخالیفینو څخه باید حتمی تاسی ۲۰٪ خلک وغولوی او ترڅوله تاسو سره ستاسو دبی انصافی پلان چه د منصفانو او انصاف ترنامه لاندی ده ښه ډنډوره کړی اوهغه خلک چه د ډیموکراسی مخالف شی دباغیانو او خاینانو مفهوم به ولری.
ګرانو وروڼو دتراسی ماکشیانو اصول په هر هغه حکومت کښی ډیرښه پلی کیدونکی وی چه سیستم یی ډیموکراسی وی. ځکه دا نوع حکومت دسوفسطایانو او اپیکوریانو اوتراسی ماکشیانو اومذدکیانو لپاره دمزوچړچوحکومت ده.
که لژ ځیر شی نو په اسانه به دکانددانو دروغ دجمهوریس دروغ او په مسلسل ډول دخلکو غولونه او دکومک ترنامه لاندی زمونژد پت او مذهب له منځه وړل د مذهبی اصولو او اشخاصوسپکاوی. د سوفسطایی او مذدکی او تراسی ماکشی او مارکسسی اعمالو شکاره او واضح مثالونه لیدلای شی.
نو ګرانو وروڼو دلوی او قادر خدای ج په لیحاظ کله مو چه دا مثالونه په عینی سترګو ولیدل نو سر له هغی ورځی خو نور منع ورڅخه وکړی، ای مسلمانانو وروڼو دمسلمانانو کامیابی اوعزت په سلامی حدودو کښی ده، په هیڅ بل نظام کښی نشته او مه دسوفسطایانو مذدکیانو اپیکوریانو تراسی ماکشیانو اومارکسیسانو په مفکورو غولیژی.
تاسی خو ځان ته افغانان وایاست او له یو لوی خدای ج څخه هیڅ بل خاریجی قوت ته سر نه ټیټوی، نو بیا ولی دمارکسیس یا نوروغربی اوشرقی جاهلانو په نقش او قدم روان یاست، که نه پوهیدی یا نه واست خبر نو خیر اوس خو خبر شوی، زه هیله مند یم چه نور دیو لوی قادر او دانا خدای ج دنظام څخه پرته له هر څه سره سخته منع وکړی، ترڅو رښتنی مسلمانان اوافغانان ثابت شي.
ګرانو هیوادوالو داچه ما څه لیکلی دروغ یا کوم تبلیغات نه دی دا رښتیا دی او که دچا یقین نه راځی چه ګواکی زه به تبلغ کوم نو لطفا د ذکرشویو ډلو څخه دهر یوه په اړوند که اعتراض لری نو خپل اعتراض مو وضع کړی چه ثبوت درکړم.
(۵) – کارل مارکس
کارل مارکس دالمان په پروس ښار کښی په ۱۸۱۸ کښی وزیژیده، او د۶۵ کالو په عمرکښی په انګلیستان کښی ومړ. دکارل مارکس نسب دایپکوریانو و حقوق دانانو ته منسوب دی، ده خپل دنسب دسلسلی دحقوقوزدکړی په بون او برلین کښی مکملی کړی. ده خپله دکتوره دپورته ذکرشویو ایپکوریانو په فلسفه پوری مربوطه ولیکله. دکارل مارکس ټوله نظریه دسوفسطایانو، اپیکوریانو، مذدکیانو له ځناوری تعصبی او نفسی مفکوروڅخه متشکیله ده.
اودڅه مودی لپاره د درینش زیتونګ دورځپاڼی لیکونکی وه، دده دمتعصبه لیکنو په سبب یاده شوی ورځپاڼه په کال۱۸۴۳م کښی دهغه وخت دحکومت له خوا وتړل شوه. اودی فرانسی ته وتښتیدو، په فرانسه کښی یی هم دالمان په ضد دمتعصبه خپرونوڅخه لاس وانخست چه په دی سبب له فرانسی هم وایستل شواوبلجیم ته ولاړ،اوپه کال۱۸۴۷ م کښی له هغه ځایه هم وایستل شواو انګلستان ته ولاړ. هلته دلندن دکارګرو په ټولنه کښی شامل شو اوخپل کارته یی دوام ورکړچه بالاخیره یی د اشتراکی حزب مرام تدوین اواعلام کړ، له دی کاره ورسته بیا المان ته ولاړمګرله المانه بیرته تبعید وشړل شو اوترمرګه په انګلستان کی پاته شو. او اکثره دده افغانی پیروان نورو ډلولکه دعلماؤ یا دافغانستان داسلامی امارت اوداسی نوروخلکو ته سخته ګوت نیونه کوی چه ګواکی سرمنشا یی له انګلستان څخه ده اما دوی بیچاره ګان دومره بی خبره پاتی دی چه نور خو لا څه چه ددوی بریتونه لا دانګلیستان ترپلان لاندی ډیزاین شوی، چه دوی هم دناپوهی په عالم کښی غرق پرخپله لاراواوژدوبریتوویاړکوی.
دکارل مارکس نژدی مشاورین اوملګری یهودیان وه اودده یو خاص عمل چه خصوصا داسلامی عقیدی ډیرمخالف وه دهغوی ډیرخوښیدو. دوهم داچه هغه دروسیی لپاره ښه جاسوسان او همکاران روزلی وه چه داکارهم دانګلستان په ګټه وه چه د کارل مارکس دمفکوری په ټوله نړی کښی اول درجه مریدان اووفاداران لینین او سټالین دی . دمارکس دخاص مریدانو یوه خاصه یهودی نخښه دخپلی وفاداری اوپه اسانه دمعرفت مخصوص قسم اوژده بریتونه او دغوژوتر نیمایی برخی لاندی ببرکولکونه یی خاص نخښی وی چه دا نخښی دیو کمونست په پیژندلوکښی ددوی ترمنځ اسانتیا راولی اودخپلو موسیسینوته دوفاداری علامه ده.
مارکسیس دسوفسطایانو،اپیکوریانو،مذدکیانومفکوره لاپسی مدرن کړه او د ښی توسیعی په خاطر یی د کمونیزم نوم ورکړ. کمونیزم هیڅ مذهب نه منی(لکه سوفسطایان) او نه هیڅ شخصی ملکیت منی(لکه مذدکیان)، اوهمدارنګه هیڅ ملت او وطن هم نه منی (لکه اپیکوریان).اوپه چل ول او دتقریرپه اصولواوپه مخصوصه دوکه ټینګ باورلری لکه (تراسی ماکشیان ) دوی وایی دانسان سعادت او نیک بختی حقیقت ده چه دپنځو حواسو په لذتونوکښی ده، اما دغه سعادت او نیک بختی دښه اقتصاد په صورت کښی امکان لری اوباید اقتصاد دټولویوبرابر وی ترڅو ټول په مساویانه ډول شراب خوری، زناکاری، لیواطت کاری، او نوری رکم رکم مزدکی ځناوری عیاشی وکړای شی، ځکه دژوند حقیقت او اصل هم یوازی داده. (عین دمذدک په شان)، که لژځیر شی په روسیه اوټولوهغوځایونوکښی چه دده دمفکوری پیروان شته مذدکی او اپیکوری او سوفسطایی اصول به په اجتماعی ژوند کښی خامخا ووینی، همدارنګه دده مفکوره هم په اول کښی ترقی له هغوځایونووکړه چه خلک له سوفسطایی، اپیکوری، اومذدکی مفکوروڅخه لا پخوا متاثروه.
دوی(کمونیزم) دخدمت تعریف داسی کوی چه هرهغه انسان چه هاغه لار-هاغه لار(-اورا- اورا-) ټینګه تعاقب کړی کومه چه دکمونیستانو مشرانو اونسبی حقوق دانانو کشف او اختیار کړی وه، اوورته وفادار اووسی نوورته خدمتګارویل کیژی، په دی مانا دکمونیستی مفکوری زدکړه او ورته سخته وفاداری واقعی خدمت ده
————
دخدمت اصلی او علمی مفهوم
(۱)-د خدمت اصل علمی تعریف داده: چه هرهغه عمل چه داسلامی احکامو په دایره کښی دانسان دروح ، وجود اوچاپیریال لپاره په جاری اومستقبل زمان کښی قاطع ثابت کټور وی نو خدمت بلل کیژی .
(۲)-اوکه دعین تعریف سره سم کوم عمل دخدای درضا لپاره ترسره شی نو هم ثواب او هم خدمت بلل کیزی،
(۳)-اوهرهغه عمل چه داسلامی احکامو په دایره کښی دانسان روح،وجود او چاپیریال ته په جاری یا مستقبل زمان کښی ضرررسوی جرم یا ګناه بلل کیژی.
(۴)-او هرهغه عمل چه د وضعی یا شخصی اصولوپربنا په دی باورترسره شی چه نسبت اسلامی احکامو ته ښه والی لری یا د موضوع سره ښه مناسبت لری، یا ترجح ورکړی نو صریح کفر ده.
(۵) – که د ۴ تعریف عمل د نفسی مجبوری اوغوښتنو په اساس وشی اوتکرارنه شی اوپه دی باور وی چه زما عمل تراسلامی احکاموهیڅ ښه والی یا مناسبت نه لری نو ګناه ده،
(۶) دګناه عموما دوه ډوله دی چه یو یی کوچنی یا صغیره ګناه بلل کیژی اودوهم یی ستری یا کبیره ګناه بلل کیژی.
په هر ډول ګناه فخرکول کفر ده چه باید فورا انسان توبه لوی خدای ج ته وباسی، اوپه هرډول ګناه دتکرار نتیجه هم بالاخیره کفر کیژی ځکه خدای مه کړه یوه ورځ نه یوه ورځ په زړه کښی له جاری ګناه سره مینه پیدا کوی چه له هری ګناه سره مینه هم کفرده.
که چیری دکبیره ګناهونو درجه بندی چه داسلام مبارک دین کړیده دروګوری او تر غورلاندی یی ونیسی نو ژر به پوهه شی چه هره کبیره ګناه دانسانانو دروح او بدن اوټول چاپیریال لپاره په جاری اوراتلونکی کښی قاطع ثابت ضرر ده ، نو که په ملی او انسانی لیحاظ ورته وګورو نوملی او انسانی خیانت ده، اوکه په مذهبی لحاظ خوقاطع معلومه ګناه ده.
(۷) مختصر داچه داسلام دمبارک دین ټول احکام دانسان دروح بدن اوچاپیریال لپاره په جاری اومستقبل کښی په قاطع اوثابته ګټه تمامیژی، او دزوند دهر ډګرلپاره تر دی بهترینه بله هیڅ لاره نه شته اونه به پیداشی.
اوکه خدای مه کړه کوم هیوادوال یا نړیوال داسلام دمقدس دین په کوم حکم نیوکه لری نو زما سره دی تماس ونیسی چه پوره تفصل ورکړم اوسر یی پوره ور خلاص کړم هر څوک دپوښتنی حق لری او هری پوښتنی ته یو علمی منطقی او اسلامی ځواب په ډیره مینه اورغبت ویل دهر مسلمان فرض او وظیفه ده.
ګناهونه یا خیانتونه هم دعلمی څیړنی له لیحاظه په دوه ډوله دی، اول شخصی خیانت یا ګناه چه ضرر یی صرف عامل یانی دګناکار یا خیانت کونکی ته رسیژی، لکه په شهوانی نظر یوځل چاته کتل، یا شهوانی سندری بی له موسیقی اوریدل، مګر که متوجی شی په داسی اعمالو تکرار بالاخیره دعملی اقدام سبب هم ګرځی او دیو بدعادت سبب هم کیژی او حافظه هم سخته کمزوری کوی،
او دوهم ډول هغه خیانت یا ګناه ده چه ضرر یی ګناه کونکی اودچاپیریال نورو انسانانو اوچاپیریال ته رسیژی، مثلا غلا کول، یا قتل کول، یا سود اخستل یا ورکول ، یاد لیواطت فاعل اومفعول، اوغیبت یا بهتان ویل یا زنا کاری کول، ددی افعالو ضرراجراکونکی اودچاپیریال نورو انسانانو اوچاپیریال ته مستقیما رسیژی .
(۸) ګناهونه یا خیانتونه دانسان دبدن څخه علاوه روحی تکلیفات اوبی قراری رامنځ ته کوی اویوګناه کاره شخص حتمی سخت روحی ناروغ وی، چه روحی ناروغ دطب اوعلمی څیړنو له لیحاظه دحکومتداری یا دحکږمت په اړه دنظر یا رایی حق هم نه لری. ځکه هغه سم او نا سم دخپلو شهوانی یا نفسیانی خواهشاتو له مخی ټاکی. چه دا کار هم چاپیریال او هم دچاپیریال نورو اوسیدونکوته ضررده.
(۹) ددی روحی ناروغیو تداوی هم په دری ډوله کیژی.
اول: دهغو منابعو له منځه وړل چه دخیانتکاری او ګناه کاری سبب ګرځی لکه بی علمی، بی ستری ، بی روزګاری، اوشهوانی مراکز لکه شهوانی سینما ، دشرابوپلورنځای، دتلویزونونو اومطبوعاتو څخه هغه مواد لیری کول کوم چه انسان ته دګناه په لور تحریک ورکوی او شرم او حیا ځینی اخلی. او دهغه بی کفایته فنی یا درسی مراکزو بندول چه د خیانت کاری او ګناه کاری تمیز پکښی نه وی او خلک د سوفسطایی ، اپیکوری، تراسی ماکشی، مذدکی، مارکسیسی اوداسی نورو غیر علمی اوغیر منطقی مفکورو په لور بیای.
دوهم: تدریسی تربیتی او نصیحتی اجرات چه باید په ډیر ښه حسنه ډول تر سره شی ځکه دا دټولو ناپوهانو په پوهه کسانو اسلامی او انسانی حق ده چه باید پوهه کسان یی په ډیر ښه ډول تر ناپوهه کسانو په مینه او رغبت بی له کومی اجوری څخه ورورسوی. اوپه ناپوهه کسانو فرض عین ده چه داسلامی پوهی په تلاش کښی ووځی.
دریم: جبری منع او جسمی تداوی یا علاج ده، کله چه یو ناروغ په پورته دوو طریقو هم تداوی نه شی نو دچاپیریال دبقا او دنوروانسانانواودده دکورنی دده له ضرر څخه دخویندی پاته کیدواودلوی خدای ج درضا لپاره لازمه ده چه ناروغ کس ته جسمی سزا ورکړه شی ترڅو منع وکړی. جسمی سزا هم دسلام مقدس دین عین دانسان دفطرت سره سمه د ناروغ یانی ګناه کار دګناه په تناسب او دچاپیریال په تقاضا ټاکلی ده، چه خورا موثره او ګټوره ده،
ګرانو هیوادوالو د اسلام دمقدس دین جزایی احکام مکمل ددی چاپیریال او انسانی فطرت دتقاضاوو برابر دی. تاسو لژ پری غور وکړی. دا ټول جزایی احکام د یوبشر دحرمت په خاطر دی چه هیڅ د بی حرمتی مانا نه لری.
چه بدبختانه دځینی هیوادوالو له خولو په میډیا کښی اورم چه دا وحشت ده دا ظلم ده او داسی نور………..!
لژځیر شی او مطالعه وکړی بیا فیصله وکړی دخپل نفس او شهوتونو دتقاضا له مخی فیصله مه کوی چه ستاسو شخصیت انسانیت او اسلامیت تر سوال لاندی راولی.
ګرانو هیوادوالو زما دغه لیکنی په ډیره نیکه هیله او ارزو دهیوادوالو د ښه او روڼ صبا او دمفکوری دیووالی په خاطر دی کومه شخصی یا مادی هیڅ غوشتنه نه لرم، او هیله مند یم زما ددی لیکنی په اړوند خپل د قدر وړ نظریات روښانه کړی.
دحکومتونو ډولونه
دیو هیواد ځمکنی بشپړتیا او دهیواد دسیاسی نقشی په حدودو کښی موجود ټولوشتمنی دیو هیواد دولت یا ملی شتمنی بلل کیژی. اوهمدارنګه دهیواد ټول اولس د هیواد ملت بلل کیژی اود هیوادوالوڅخه متشکیله دملت دملی او مذهبی حقوقو او دهیواد دځمکني بشپړتیا او ملی شتمنیو ټینګ ساتونکی او داولس ترمنځ د یووالی ساتونکی اوڅارونکی دسګاه د حکومت په نامه یادیژی.
په نړی کښی ډیر ډولونه د حاکمیت یا حکومت دی چه خاص او مشهور یی په لاندی ډول دی.
(۱) امارت (ممثل اسلامی حاکمیت دخلفا ء راشدین )
(۲)اشرافی(اریستوکراسی نظام)
(۳) شاهی نظام
(۴) کمونستی نظام
(۵) ډیموکراسی نظام
که پورته مطالعه مو کړی وی نو په اسانه فیصله کولای شی چه عموما د ډیموکراسی نظام ترټولو بدترین نظام دحاکمیت ده، او خصوصا دیو اسلامی هیواد لپاره خو هیڅ اړخ نه خوری اونه یی هیڅ منطق منی. هو د هغو ټولوخلکو منطق یی منی چه له سوفسطایی ، اپیکوری، تراسی ماکشی، مذدکی اونورو نفسی غوښتنو څخه متاثر وی.
دیوحقیقی امارتی حاکمیت نظام په لاندی اسبابو ښه حکومت ده.
۱- دا یو الهی اود چاپیریال او انسانی فطرت اوجوړښت سره سم نظام ده.
۲- پدی نظام کښی تر اشرافی نظام پرمختللی د انسانانو د تول او کچی واحدونه ټاکل شوی چه هر امیر دهغه دتقوا دیانت علمیت ، تدبیر او لیاقت پر اساس پردنده ګمارل کیژی.
۳- هیڅ چارواکی دخپل مسؤلیت څخه غفلت نه شی کولای. چه دغفلت په سبب مجازات کیژی. اطاعت پکی واجب وی، او سړونه هم ملی اوهم دینی جرم وی، ژوند او خدمت پکی عبادت وی. دسرمال او نوامسو پکی مکمل بی ساری امنیت وی او د نر ښځو کونډو یتیمانو اوایذقو، مشرانو، کشرانو، معیوبینو او لاچار او غریبانو حقوق پکی په ډیر عالی شان محفوظ وی. هیڅوک دچا په درست تعین حق تجاوز نشی کولای.
۴- د ټول ملت او دولت په تمامه مانا سره هرڅه پکی تامین شوی وی.
۵- دقانون دهیڅ کمښت یا زړوالی یا بیا بیا ترمیم ضرورت پکی نشته او دهرزمان او هرقوم اوټولی نړی لپاره کافی شافی ده. او د انسانی ژوند تیرولو بهترینه لاره ده.
۶- ټول انسانان دیووالی او محبت او همدردی په لور سوق کوی اودنړی ټولی ناخوالی مهوه کوی.
۷- د محیط دبقا او انسانیت دبقا لپاره نهایی ښکلی اوبهترین ده
۸- د نړی تر ټولو نعمتونو څخه بهترین او اولین خوژ نعمت ده چه انسان ته عزت عظمت اوشان او شوکت اوقناعت وربخښی.او انسانان د مثبت علمی او انسانی رقابت او دښیګڼو دسیالی په لورسوق کوی.
متباقی په هیڅ یو نظام کښی دا ښیګڼی نشته ، دیو ښه حکومتی انسانی نظام لپاره پورته ښیګڼی کافی دی
په اخیر کښی د کمپیوتردکمښت په سبب د ږ او ژ اود ی د ډولونو نه مرعات او دځینی ګرامری اشتباهاتوبخښنه غواړم
دمسلمان امت دټینګ اتحاد غوښتونکی،