تر ټولو مخکې به دا ووایم چې زمونږ لیکوالان او شاعران د ملایانو نه ډیر ویریږي او ددوي په زد بیخي څه نه وايي. تر څو چې خپل دښمن ته په ښکاره ګوته ونه نیسی خدای شته که په خاموشی ترې خلاص شی. که هغه پاکیستانی، ایرانی،روسی، عرب، انګریز، امریکایی یا نور وي.
هر څوک چې زمونږ د هیواد په بربادی کې لاس لري هغه زمونږ دښمن دی بل دښمن مسلمان او کافر نه غواړي دښمن دښمن دی او کله چې مسلمان زمونږ کور ورانوي هغه سره به دوه ځله حساب کوو.
یو دوه درې یادونه را په زړه شول.
کله چې د افغانستان پخوانی ولسمشرډاکتر نجیب اله او د هغه ورور په غیرد محکمې په کابل کې درې ورځې راځوړند وو.
بیا چې کله د اتلس سوه کلونو زاړه د بودا بوتان چې د افغانستان لویه سرمایه وه په راکټو وویشتل.
او کله کله خو به په رڼا ورځ یو نیم پښتون د خپلې ښځې په مخ کې په بازارکې ملا جان پرې راباندې کړه او ښه به یی وډبول او چې پوښتنه به دې وکړه چې دا ولی ویل به یی چې د ښځې پښې یی ښکاره شوي، یا یی ږیره کمه ده او یا یی وښتان وږده دي لکه اسلام چې اوس نوی افغانستان ته راغلی وي او مخکې نه وو. بیا ځینې خلک په دې سوچ وو چې افغانان یاغیان دي او په دې لاره سمیږي. نو ګرانوهیوادوالو دا لار د یو قوم د سمولونه ده. دا د یو قوم نه د زړه ویستل دي چې تل لپاره یی سر ټیټ وي او غلام وي.
نو په دې افغانستان کې نه لیکوالانولیکنې وکړې نه شاعرانو شعرونه ولیکل او نه ترانه ویونکو ترانې وویلې او نن هم څه نه وايي.
اوس چې یوازې په کندهار کې پنځه سوه مخور او پوهان پښتانه ترور شول د نورو برخو او دلرو پښتنو شمیر راته مالوم نه دی چې هلته څومره نور ترورکیږي. نو پښتانه لیکوالان او شاعران هیڅ نه وايي دوي په دې نه پوهیږي چې نن د هغوي وار دی سبا د ستاسو دی.
یو شمیر لیکوالان او شاعران بیا د ملایانو نه دومره ویریږي چې د هغوي د ګټې او خوشالی لپاره لیکنې کوي او شعرونه وايي.
او بل شمیر په دې تر اوسه نه پوهیږي چې کرزی چې د افغانستان اولسمشر دی د افغانستان په ګټه دی او که ملا محمد عمر چې د افغانستان اولسمشر شي.
او یو څه لګیا دي په دې ویب سایټونو کې دافغانستان پر ځاې پاکستان او ایران په ګټه ښکاره لیکنې کوي او خپل کورپه خپله ورانوي.
یوه خبره به سپینه کوو، د ملا! کار ملاتوب دی. جمعې به راکوي او دغم خادی دیني مراسم به سمبالوي. د ملا کار سیاست، مشري، ملکي، خاني، عسکري، قضا، او نور نه دي او له دې کارو به یی لرې ساتی او مداخلی ته به یی نه پریږدی لکه نور اسلامي هیوادونه، که نه خداې شته که خوشاله ورځ ترې ووینی. ځکه چې دوي په دې کارو نه پوهیږي او کله چې څوک په یو کار نه پوهیږي نو ورانوي یی.
او تر ټولو مهمه خبره خپل ملایان څاری چې څه کوي د چاسره کیني او د لمونځ نه وروسته د خپل هیواد په ګټه خبرې کوي که د اسلام نه په ګټه سیاسي موخې پر ځاې کوي ځکه چې په ملایانو کې داسې خلک شته چې افغانان نه دي او یا د افغانیته وتلي خو په ښه پښتو خبرې کوي او پیژندل يي ډیر ګران دي.
سپتمبر ۲۰۱۰