کور / تازه خبرونه / د چاودېدونکو توکو څخه بار يو موټر سايکل و نيول سو

د چاودېدونکو توکو څخه بار يو موټر سايکل و نيول سو

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د چاودېدونکو توکو يو موټر سيکل يې نيولى . د خبرپاڼي په حواله چي دغه په چاودېدونکو توکو بار موټر سايکل يې تېره ورځ د دوولسمي حوزې په اړوند سيمو کي مخکي تر دې چي وچاودي د دې حوزې د پوليسو له لوري کشف او د بهرنيو ځواکونو له لوري له منځه يووړى دئ .