کور / تازه خبرونه / هلمند : دوه طالب مشران ونيول سول

هلمند : دوه طالب مشران ونيول سول

لراوبر ته د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره شپه د ملي امنيت د مسئولينو له طرفه د طالبانو د دوو ګروپو مشران نيول سوي په خبرپاڼه کي د نوموړو مشرانو نومونه ملا نعمت الله او ملا عبدالرحمن ياد سوي او په اړه يې ويل سوي چي دغو دوو مشرانو د لښكرګاه په ښار كي د چادونو او ترورونو مشري په غاړه لرله چي تېره شپه د لښكرګاه ښار د سركار په سيمه كي د ملي امنيت رياست د موظفينو لخوا ونيول سول او اوس تر پلټني لاندي دي خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .