لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تيره ورځ سهار وختي يې د ارغنداؤ ولسوالى د مرنجان قلعچې، يعقوب قلعچې، يتمك قعلچې، سركاري باغ او خواجه ملك په مربوطاتو كي د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او سرحدي پوليسو له لوري د يو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کي شپږ تنه وسله وال طالبان وژلي او پنځلس تنه نور شکمن کسان يې نيولي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات تېره ورځ سهار وختي شاوخوا شپږ بجې پيل او دوولس ساعته يې دوام وکړ چي په پايله کي يې شپږ تنه وسله وال ووژل سول او ١٥ تنه نور ونيول سول چي نيول سوي کسان اوسمهال د ملي امنيت د رياست له لوري تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه