لراوبر ته د اى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي څلور شکمن کسان يې په يو لړ فوځي عملياتو کي تېره شپه نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کسان يې په خوست ولايت کي د حقاني شبکې د يوه قوماندان د نيولو په وخت کي نيولي خو خپله په خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان د نيولو خبره نه دي پکښي سوې . د خبرپاڼي په حواله چي د طالبانو دغه قوماندان چي په اړه يې عمليات ترسره سوي دي طالب جنګياليو ته وسلې او نور تجهيزات برابروله .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .