څو ورځی مخکی مي د« موږ به څه کوو» تر عنوان لاندي یو مضمون لیکلی وو. په هغه مضمون کی می د یوې ملی جرګې یا ملی ټولني د جوړېدلو پرضرورت باندي ټینګار کړی وو. او په پورتال افغان جرمن آن لاین او ځینی نورو سایټونو کی می خپريدلو ته سپارلی وو. له حقیقت څخه باید تېر نه سو چی هغه مضمون یوازي د یوې طرحی حیثیت درلود او زه یقین لرم چی، د دې پرځای چی د افغانستان د کړېدلي ملت د حیاتی ستونزو د حل دپاره می جواب پیداکړی وي، ډېر زیات سوالونه به پیدا کړي وي. خو دا خبره ورسره زیاتوم چی تر څو پوري معقول سوالونه پیدا نه سي معقول جواب ترلاسه کېدلای نه سي.
د هیواد او اولس په درد غمجنو افغانانو سمدستي ددې طرحي سره تفصيل يې په جهاني انلاين ډاټ کام کي ولولئ . . . یا ملاتړ اعلان کړ او یایی د هغې د جوړېدلو او پر مخ بېولو په لاره کی پرتو او یا منځته راتلونکو خنډونو ته متوجه کړم. په دې لړ کي محترم سربلند صاحب له کابل نه افغان جرمن آن لاین ته یو مضون لیږلی او لیکلی یې وه چی که موږ، لکه څرنګه چی په یاد سوي مضمون کی مو اشاره ورته کړې ده، په بهر کی د افغان منورینو یوه جرګه یا غونډه جوړوو نو هغوی خو ټول سره مخالف دي او مخکی له هغه چی د جرګې برخه وال یوې نتیجې ته ورسیږی او د جرګې کار پر مخ ولاړ سي، ددغو اختلافاتو په اثر به ګډه و ډه سي. محترم سربلندصاحب دې ټکي ته په خاص ډول اشاره کړې ده چی افغان منورین تراوسه په دې موضوع کی اختلاف سره لري چی افغانستان یو اشغال سوی هیواد وبولي او کنه. نور موضوعات خو لا هلته پرېږده.
د محترم سربلندصاحب اندېښنه پرځای ده. د افغانستان منورین په ډیرو مهمو مسایلو کی اتفاق نه سره لری نو موږ به د یوې ملی جرګې د جوړېدلو او روانولو په برخه کی له هغوی څخه څه تمه ولرو. خو دا یوه خبره باید په پام کي ولرو چی د پېشنهاد سوي ملی جرګې یو عمده اصل دا دی چی موږ به یوازي پر هغو لویو او حیاتی ستونزو باندی خبری کوو چی دغه ګړی ټول هیواد ورسره لاس و ګريوان دی او زموږ د مظلومو اولسونو د ټولو موجودو بدمرغیو عامل ګڼل کیږي.
په ملی جرګه کي به د سولي او امنیت پر ټینګېدلو، د جنګ سالارانو او مفسدینو نظام ته، چی پخپله د ټولو بدمرغیو عامل دی، د خاتمې ورکولو ، د قانوني پارلمان د انتخابولو او مشروع حکومت پردرولو باندي خبری کیږي. سوله او ملی امنیت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او پر دې خبری ټول افغانان اتفاق سره لري چی د قاتلانو او مفسدینو نظام د هغوی د ټولو بدمرغیو اصلی عامل دی او باید ل منځه یوړل سي. ددغو اهدافو د ترلاسه کولو دپاره سره یو کیږو ، حرکت کوو او په لاره کی هره ورځ د معقولو بحثونو او پیشنهادونو په نتیجه کی خپل تاکتیکونه، حرکتونه، ویناګانی او لیکني بهتروو. هر څوک چی شخصي، سیاسی، ژبني او قومی اختلافات را منځته کوي او د جرګې د کار په مخ کی خنډ کیږي، زه خو پیشنهاد کوم چی باید لږترلږه د یوه کال دپاره د جرګې له غړیتوب څخه محروم سي.
پاته سو د اسوال چی افغانستان یو اشغال سوی هیواد دی او کنه دی. زه ګومان کوم په دې خبری هر څوک پوهېږي چی « غوا توره ده شیدې یې سپیني » په افغانستان کی د لس هاوو هیوادونو عسکر دېره دي او داسی اورېدل کیږی چی د پوځی اډو شمېر یې تر شپېتو اوښتی دی. زه ګومان کوم پر دې مسلې باندی بحث کول او یا په هغه باره کی فیصله او عمل کول دداسی یوې ملی جرګې، چی لا تراوسه جوړه سوې نه ده، تر حوصلې لوړ کار دی. زه وایم چی که په افغانستان کی سوله تامین سي او امنیت راسي او د ټولو اوسنیو بدمرغیو اصلي عامل ، چی دغه فاسده اداره ده، له منځه یوړه سي، د خارجی قواوو اوسېدلو ته ضرورت نه لیده کیږی. هغوی هم پخپله وزي او هم یې موږ ایستلای سو.
زه ګومان کوم دداسي عمومي ملي سوالونو او ستونزو د حلولو سره هر وطن پالونکی افغان علاقه لري او هر څوک د خپل توان سره برخه پکښی اخیستلای سي. که څوک خصمانه بخثونه کوي، که څوک د توندي لهجې څخه په کار اخیستلو سره د جرګې په غونډو کی ورانکاری کوي، هغه سمدستي د جرګې غړیتوب له لاسه ورکوي. افغانستان د ټولو کور دی او هر څوک چی ځان افغان بولي په دغه راز یوې ملی جرګې کی برخه درلودلای سي. په بحثونو کی یی ګډون کولای سي او خپل ګتور پیشنهادونه ورته راوړلای سی.
په افغانستان کی بېل بېل قومونه ژوند کوي او راز راز ژبي پکښی ویل کیږی. د جرګې دروازه د ټولو توکمونو اوژبو پر مخ پرانیستې ده. په دې کی شک نسته چی هرتوکم او ژبی ته منسوب منورین به له خپلو مربوطو ژبو او توکمونو سره زیاته علاقه ولري خو په جرګه کی د ټول افغانستان عمومی ستونزي طرحه دي او د دغو ستونزو له حلېدلو څخه ټولو قومونو ته مساوي ګټه رسیږی. د خپلي ژبي، قوم او ټاټوبي سره مینه درلودل وطن پرستي ده، او هرڅوک باید افتخار ورباندي کړي خو د افغانستان د نورو قومونو او یا د هغوی له ژبو سره تعصب او دښمني کول د ټول ملت سره دښمني او ملي خیانت دی. زه وایم هر څوک چی په ملی جرګه کی برخه اخلي باید دغه روحیه ورسره وي.
پښتون، تاجیک، هزاره او اوزبک ددې خاوري ګډ څښتنان دي. هیڅ یو قوم په ځانګړې توګه دا هیواد نه سي ابادولای. که په نفاق ابادېدلای اوس به د وخته اباد وای. تر څو چی قومي نفاق روان وي، په هیواد کی به د داخلي جنګونو اورونه بل وي او د خارجی لښکرو او قواوو د تمریناتو میدان به وي. زه یقین لرم او په دې یقین کی خپل زیات لوستونکي شریک بولم چی په ګران هیواد افغانستان کی د بېلو بېلو قومونو او ژبو ترمنځ دښمني او نفاق نسته او که سته نو علت یی تر ډیره ځایه موږ منورین یو. دا موږ یو چی د جوړي او سولي پر ځای د جنګ او دښمنی تبلیغ ورته کوو او په احساساتي لیکنو او شعرونو د جنګ او دښمنۍ لمبې لا هم تازه کوو. که یوه ملي جرګه جوړیږي او په کار پیل کوي نو یوه وظیفه به یی ددغه راز، ملت دښمنو، عناصرو رسوا کول او د تبیلغاتو خنثی کول وي. افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او ملي جرګه ددې وران ویجاړ کور د ابادولو دپاره د دې لوی کور د ټولو غړو ګډ حرکت دی.
د یوموټي، ازاد او اباد افغانستان د جوړېدو په هیله!