لویه خدايه لويه خدایه دا اختر په مونـږ مـاتم دی
پښتانه بـې کوره شوي هر یو کور باندې جوړ غم دی
د قسمت خواږه ټـول مونږ نه مرور دي رانه تښتي
د ځوانۍ په دنکـه ونـه چـې خـوړلـی ئـې قـسم دی
د رخسار په آئینه کې څه د وخت مخونه تور دي
د سبا غېږه خـالـی ده په رڼـا کـې چـې تورتم دی
چـې د نن او د پـرون رنـګـونـه واړه لـېـونـي شـول
مـحـبـت تـړلي کـډي ځــان ځــانـې نـیـولـی چـم دی
د ژوندون د حسن باغ کې ژېړ خزان دخندا شين دی
د پښتون ښکلې وطن کې چې بیلتون اېښی قدم دی
نسیم ستوریه عقـل ولـی خـامـوشـي ده اخـتـیـار کړي
د پښتو په سر ســودا ده چا اخیستی پرې رقم دی