ته چی را سره یی د آسمان غمونه وړلایـی ســم
هر رنګه مجبور سم د جانان غمونه وړلایی سم
ګلـی شب پرست یــم شوګیـروسره می شپی دی
فـکر کـی می ته یی دهجران غمونـه وړلای سم
ټکنـده غرمه ده،دصحـــرا پـر خــوا روان یمــه
ستـادیاد شراب وی د بیـابان غمونـه وړلایی سم
هـجردی سوځـلی یــم د وصل پـه ارمان دی یــم
وصل دی راخپل کړه دجهان غمونه وړلایی سم
ای فــرزانـه ګوره پر نیمــه لاره می پری نږدی
دنیا څخـه بایللی یـم دځان غمــونـه وړلایی ســم
ابن سینا روغتون کابل 02/06/2010
په تورو شپو کی په تورتم کی اوسم
دا ته چی نه یی په ماتم کی اوسم
د خوشالـیــو په محفل کـی یــــــــمه
خو بی لتا نه زه په غــم کــی اوسـم
دا شـــوګیــری زما ختمیــیږی کله؟
زه ټوله شپه د اوښکو نم کی اوسم
یـو ځـلـی راسه ګلـی خپـل کلی تــــــه
اوس هم په هغه ښایسته چـم کی اوسم
رانه چاپــیــر دی د دنیــا غمونـــــه
زه د جهـــان د تندی خم کـــی اوسم
خیر خانه مینه-کــــابل 23/06/2010
د هــجر شپــی او ورځــی تیـــروم زه بـــه درځـــــم
په خوب کی دی سری شونډی ښکولوم زه به درځـم
جانــانــه وارخـــطا نه شــی د ورځــــو په حســــاب
د هجــر دا وختـــونه لنـــډوم زه بــــــــه در ځـــــــم
دبیلتون زنځیـر تړلی یـــم د وخــــت پــــــه زولنـــو
د رقیب دغــه زنځیــر به ماتـــــوم زه بـــه درځــــم
ســـتـا نازونـــــه مــــی پر زړه دی ګرانــــه یــــاره
دفــــکر په محــفل کی دی ســــاتـــم زه به درځــــم
د خیال په سمندر کی مــی غمــی غــوندی ځلیـــږی
د وخت دغــه څپــه بــه تیــروم زه بــه در ځــــــــم
ټول عمر د بیــلتــون سره په جنګ یـــی لیـــونیــــه
فـرزانـــه دغـــه جـنـګ به ختـمــوم زه به درځـــــم
کلات-06/06/2010
16-03-1389
دا ښایسته مــاښــام او سـتـا یــادونه را پر زړه دی
په لاس کی می ډک جـام اوستا یادونه راپرزړه دی
دا ستا د عشق څپی به می تر کمه در په در کړی؟
عــمر می دی خـام او ستــا یــادونــه راپرزړه دی
ګلـی تـه چـی تـللـی یـی دا زړه مــی ډیر خـالی دی
نــه راځــی آرام او ستــا یـــادونـــه را پـر زړه دی
سـتـا د عشــق ملـنـګ یـم،د دیدن پـه تـمــــه تـمــــه
ګرزمــه بـدنــام او ســتـا یــادونــه را پــر زړه دی
ګرانـه ډیـر کړیـږی فـــرزان ســـتــا وصـل لپــاره
دهـجـر دغــه دام او سـتـا یــادونــه را پــر زړه دی
کلات 09/08/2010
څلوریزه
بــیـــا ښایسته مــــاښــــام دی ګلی بیــــا می را پیاد سوی
په لاس کـی مـی ډک جــام دی ګلــی بیا می را پیاد سوی
د عشــق پــه سمـــندر کی بــه لامـبـــو څـنګه وهـمـــه؟
عمر می ډیر خام دی ګــلــی بیــا مـــی را پیـاد ســـوی
— ———-
ډیــره مـوده پـس مـی زمــا ګــرانه را پیــاد ســوی
نن شپه مـی بیـا یوازی زما ارمانــه را پیــاد سـوی
کلـه چـی یــوازی ســـم پــه تـــا پســی کـړیــږمــه
خپل وطن ته راسه زمـا ارمــانـــه را پیـاد ســـوی
شپی د ژمـی راغــلی انتظــار مــی نـه ختمــیـږی
ګــران چی راسره وو تـیر بـارانه را پیـاد ســـوی
نیـمـه شـپـه کی ویښ سم ګلی تا پسی وژاړمــــــه
تــا چـی بــه ویـل راته قـــربـانـــه را پـیــاد سوی
سره صحرا کی پروت یم له وطنه څخه لیری یـم
نور راځــه و کلـی ته فــــرزانه را پیـــاد ســـوی
04/07/2010
د سپـــوږمـی پـــــــه ښـــایســـته مـــخ کــی زه جــانـان تــه ګورم
د ژمـــــی شــــپو پــــــه یــــخ کـــی زه آسمـــــان تــــــه ګــــورم
ګـــــلی تـــــه نــــــه یــــــی را ســـــره او زه یـــــــوازی یمــــــه
پــــــه تـنـهایـــی کی د سپـــرلــــی ښــایستــــه بـــاران تـــه ګورم
خــــدای بــــه دی کلــــه و زمــونــــږ کلـــــی تـــــه راولـــی تــا؟
د ژونـــــــد د دی خــــــوږ انتظــــار و امتحـــــان تــــــه ګــــورم
مـــلا ګـــلـه تــــه و مـــا تــــه نصـیــحت کـــړی اخـــرت لپــــاره
ستا په لاس کی چی ډک جام وی،زه په شک و ستا ایمان ته ګورم
تـــل راتـــــه وایــی ای فرزانــــــه لیــــــری مـــــه رانـــه ځـــــه
زه د خپـــل یـــار پـــــه ښــکــولـــو سـترګـو کی ارمان ته ګـورم
خیر خانه مینه، کابـــــــل
03/07/2010
د مـــازدیګـــر ژړیـــه لمــره زمـا جـانـان لــیری دی
تـه خـو لا ښـه یـی اور رسیـږی زمـا قربان لیری دی
خـــدای تــــه همیـــش زه پــــه دعـــــا یمـــــه چــــی
تــه یــی را پـــوره کـــړی زمـــا ارمــان لیـــری دی
دسپـوږمی پــه ښکلــی مــخ کـی تــا تـه ګـورمــه زه
شکر دی خدایـه وریځــی نستـــه لا بـاران لیـری دی
لاس می سپوږمی ته نه رسیږی چی را وا دی خلمه
ګلــی پـر ځمکــه یــم زمـا نـه ډیـر اسمان لیـری دی
د ژوند څو شپی فرزانه اوس په خوشالی تیری کړه
د محـــبت او ژونــــدانــــه لا امـتحــان لــــیری دی
خیر خانه مینه، کابـــــــل
30/06/2010