بابکه بابکه … هغه ګوره دَ آسمان ستورې په مځکې باندې راکښته شوي دي
له ښار څخه په یو څه واټن باندې، دَ یوې غونډۍ په لمن کې ښخې تورې کیږدۍ وَ مخې ته له خپل پلار سره ولاړ تورګل له ډېرې خوشالۍ لاسونه پړکولو سره سم چې څنګه دا خبره وکړه، نو دَ تورګل پلار چې خپله یې هم په ډېر حسرت دَ رڼاګانو په لور کتلو دَ خپل ماشوم زوئ په دې خبره وَ موسېدو ..
توره زویه .. هغه ستورې نه.. دَ ښار رڼاګانې دي
رڼاګانې ؟؟
هو رڼاګانې … چې تیارې شړي
ښه ښه .. نو بیا بابکه درڅه چې هلته لاړ شو … چې څه رڼاګانې راوشکؤ او په ځولیانو کې یې راوړو چې دا زموږ توره کیږدۍ هم ورباندې روښانه شي
ولۍ نه .. خامخا به ورځو، لاکن نن نه سبا به دَ خېره ورځو، ولې چې نن دَ ټولې ورځې دَ سفر کولو دَ ستړیا له سوبه دَ نور تګ کولو وس نه لرم
خو. تورګل ؤ چې په خپله هوډه ولاړ بیا بیا یې پلار ته دَ هغو رڼاګانو په لور تګ کولو دپاره داسې په ژړا ضد شروع کړو چې دَ پلار هره بهانه یې مخې ته بې سوده شوه او آخر پای یې هم پلار په تګ مجبوره کړو او دواړه دَ رڼاګانو په لور رهي شول ـ
اوس به لا ایله یو څو ګامه مخته تللي ؤ چې مځکه دَ یو زورَورې چاودنې له سوبه داسې وَښورېده لکه مځکې چي وَ آسمان ته دَ غاړیوتلو هڅه کړې وي او په نه ساعت کې دَ هغه نیږدې ښار په منځنۍ برخه کې دَ اورونو شغلې آسمان ته غاړیوتل شروع شوې .
ربه خېر.. لویه ربه خېر… ګوره چې بیا به څومره ماشومان بې موره پلاره شوي وي؟
داسې ویلو سره سم یې په تور ګل لاسونه جارباسل اوغوزۍ ته یې جوړ کړو…
بابکه ژر کوه چې تر مېلې پوري ځانونه ورسوؤ؟
کوچي پلار به لا اوس دَ تورګل دَ خبرې په ځواب کې څه ویلو چې هغه ماشوم دَ لاس په اشارو دَ پلار پام په ډېري خوشالۍ دَ اورونو دَ سمندر او انساني سورو په لور اړولو هڅه وکړه
ګوره ګوره بابکه هغه خلګ هم زموږ په شانې په واده کې دَ بل شوي اور شاوخوا ته اتڼونه کوي … هله هله ګامونه درتېز کړه چې موږ هم ورسره په اتڼ کې ګډ شو
کوچۍ، چې دې وخت یې ربه فضل … ربه فضل رنګه دعاګانې له خلې وتې تورګل نور وسینې ته ورنیږدې کړو…
یه زویه یه … موږ وَ داسې ماتمي اتڼونه ته نه شو ورګدېدلی چې په کې دَ لېوانو اختر وي
لېوانو ؟؟ دَ تورګل له خلې دَ لېوانو توری لا سم نه ؤ راختلی چې دَ نیږدې کیږدئیو سپیانو په یوه صلا باندې داسې غپېدل شروع کړو چې دَ ده ماشوم وجود په رپېدو شو او مخ یې دَ پلار په غېږه کې ځکه پټ کړو چې مورکۍ به هر کله ورته ویلو چې دَ شپې سپیان دَ لېوانو شړلو په نیت غاپي ..
بابکه در منډه کړه چې کیږدی ته ځانونه ورَسؤ … داسې نه چې لېوان مې وخوري
کوچۍ پلار چې له اوله دَ خېمو په لور غبرګ شوی ؤ قدونه نور تېز کړو او بیا یې تورګل په ملا وَټکولو ..
وېرېږه مه توره زویه نن لېوان موږ ته هیڅ تاوان نه شي رارسولی ولې چې نن به وَهغوئ ته انساني غوښې تیاري ورپه برخه کېږي
انساني غوښې څله ؟
تورګل چې لا تر اوسه له ډېرې ویرې کپېدلو په ویره ویره پوښتنه وکړه
هو زویه انساني غوښې نن سبا په ښادیانو کې وَ لېوان ته په آسانۍ باندې لاس ته ورځي
نو بیا بابکه قدمونه نور تېز کړه … ما ته رڼاګانې نه دي په کار، ولې چې رڼاګانې اورونه زېږوي
دومره ویلو وروسته ماشوم تورګل خپل سر دَ کوچي پلار په غوزۍ کې داسې پټول شروع کړو لکه هغه چې دَ رڼاګانو په زد تکي تورې تیارې دَ خپل خوشاله ژوند دَ بقا یوازینۍ غوره وسیله ګڼي.
ټولنیز ځناور
ــــــــــ
چې تر خپلو
انسانان دَ اومو غوښو
په خوړلو روژدېدلي دي له کله
له هغې ورځې
لېوانو هم په دوؤ پښو
تګ کولو سره سم ټولنیز ژوند ته
لارې داسې پرانستل
دي پئیل کړې
چې دَخدائی دَ خوښې دغه مخلوقات یې
دَ سیالۍ په هره منډه کې په نره
اوس دَ ماتې له احساس سره ګنډلي
دَ ځنګل په لورې بیرته
ستنېدو ته
مجبور کړي دي
په سوچ او فکر باندې