د افغانستان د کرکيټ بورډ تخنکي مسؤلينو په رارواني شل اوريزې سيالۍ کي ګډونکونکو لوبډلو ته د معياري لوبي تر سره کولو لپاره د قوانينو مجموعه اعلان کړه. کرکيټ بورډ د شل اوريزې سيالۍ د معباري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کي قوانين وضعه کړي چي مخکي له دې د افغانستان کرکيټ بورډ کوم ډول قوانين نه لرل. له دې وروسته به هر څه د قوانيو په رڼا کي تر سره کيږي.
په ولايتي شل اوريزه سيالۍ کي د ګډونکو لوبډلو لپاره اصول او قوانين:
•د ټولو ګډون كونكو ۲۴ لوبډلو شميره به د يوه ډرا (انځور) له مخې په ۸ مختلفو ټيمونو ويشل كيږي. لوبډلي به په ځنځيري بڼه لوبي كوي. د بيلګې په توګه، له يوه ګروپ څخه د ددو لوبډلو ترمنځ لوبه.
•هره ورځ به په يوه ميدان کي دوه لوبي ترسره كيږي، لومړنۍ لوبه به سهر لوبيږي او دوهمه به له غرمې وروسته.
•ټول ولايتي مامورين او نمايندګان بايد دا په پام كي ونيسي چي د لوبو پر مهال به ټول نړيوال قوانين پلي كيږي.
•د شل اوريزو سياليو په ترڅ کي به په منځنۍ دايره کي سيمه ايز قيودات تر ۶ اورونو پورې وي.
•توپ اچونكو د ولايتي شل اوريزو لوبو په لړ کي په اعظمي توګه تر څلورو اورونو پورې توپ اچولاى سي .
•په هغه صورت کي چي ټيمونه برابرې نمبرې تر لاسه كړي نو د راتلونكي دورې تناسب معلومولو لپاره به د منډو كچه په پام کي نيول كيږي.
•د داسې باران په صورت کي چي لوبه د ورځې په لړ کي نه سي سرته رسيدلى، نتيجه به د هيټ د ويكټ رول په مطابق ښودل كيږي. كه چيرې د پيچ حالت سم وي نو په هغه صورت کي به د سوپر اور اصول پلي كيږي، او كه چيرې له مونږ سره دوه ساعته وخت موجود وي نو بيا به مونږ لوبه د ۱۱ او يا ۱۲ اورونو په موخه پيل كړو.
•لوبه بايد د سهار په ۸ بجو پيل شي.
•د لوبډلي كپتان او لوبغاړي بايد د لوبي له پيل څخه لږ تر لږه نيم ساعت د مخه د لوبي له ميدان څخه راپور وركړي.
•لوبغاړى بايد په يوه منظم لباس کي لوبه ولوبوي. د كورني كركټ کمېټه به د لوبو لپاره حاكم ټاكي چي نوموړى حاكم به د لوبي يوازينى فيصله كونكي وي.
•ټولې لوبي به د كورني كركټ كميټې په واسطه ټاكل شوې نيټې، ځاى او وخت سره سمې تر سره كيږي. كه چيرې د نوموړې كميټې لخوا د نيټې او ځاى په هكله هر ډول بدلونونه وضع شول د لوبډلو لخوا به د منلو وړ وي.
•د پچه اچونې دمخه بايد لوبډله حاكم ته د لوبډلي نومونه سره د دولسم كس نوم په ليكلې بڼه وسپاري.
•لوبه بايد د افغانستان كركټ بورډ له ټاكل شويو قوانينو سره سمه ولوبيږي.
•د كورني كركټ كميټې تخنيكي مقام ددې حق ځانته محفوظ ګڼي څو په اړين وخت کي وضع شوي اصول او قوانين وڅيړي او بدلون پکښي راولي.
•ټولې ولايتي لوبډلي به له ځانونو سره خپل د كركټ وسيلې راوړي، توپ او بيټونه به د افغانستان كركټ بورډ لخوا وركول كيږي.
•كه چيرې د لوبي پيل د كوم دليل له مخې وځنډيږي، د لوبي لپاره د موجود وخت له مخې به له دواړو لوبډلو څخه د اورونو شميره كميږي.
•كه چيرې د كورني كركټ كميټې د كوم لوبغاړي په هكله د منفي چلند شكايت ترلاسه كړ، نوموړې کمېټه ددې بشپړ حق لري څو څيړنې وكړي او يا داسې اصولي ګام پورته كړي چي د لوبډلي او يا لوبغاړي له حالت سره برابروالى ولري.
د لوبي په لړ کي به هيڅ ډول شكايت د لوبي پريښودلو او ځنډ په هكله د منلو وړ نه دى. د شكايت په صورت کي د لوبډلي كپتان او يا مدير كولاى سي له منطقي دلايلو سره سم ليكلې شكايت پاڼه د لوبي له ختميدو څخه يو ساعت وروسته چمتو كړي. هر هغه شكايت چي د لوبي په لړ کي د لوبي د ختميدو دمخه وړاندي سي د منلو وړ نه دى.
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ : ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com
www.afghancricket.af
د يادوني وړ ده چي د کرکيټ د دې سياليو لوى سپانسران په افغانستان کي د اتصالاتو مخابراتي شرکټ او د سپريم ګروپ نړيواله لوجستکي شرکت دي. تر دې دمه د دې سياليو د وړو سپانسران څخه د ندا د انټرنيټي خدمتونه شرکت دي او کرکيټ بورډ نورو سپانسرانو ته سترګې په لاره دي .