دکوچني اختر نیک مرغي ورځی او دافغا نانو دګړکیچونو او کورنيو جګړو کر غیړنی ناورین او نا خوالی دسولي او امنیت د هیلو او امیدونود کمزوری کاروان هڅی خپل ۳۷ کلن تلین ته ورسیدی ولی د جګړی اوورور وژنی نغرۍ لا هم هغسی تود او ګرم دی .
کوم وخت چه سردار محمد داؤد خان د سر طان په میاشت کی په ۱۹۷۳ کال کی د خپل د تره زوی اعلیحضرت محمد ظا هر شاه د ۴۰ کلنی میراثی پا چا هی د سلطنت دوره د یوی کوچنی کودتاه په واسطه ړنګه کړه نو بیا دلته د افغان ولس دغم او ویر لړی را شروع شوه . دهغه وخت نه تر اوسه پوری پوره ۳۷ کا له پوره شول. ولی ددی مظلوم او بیچاره ولس کړاوونه ، نا خوالی ،او ناوړی ناندریو او غمونو ته چا غوږ ونه نیوی او ددی مسلمان او غیرتمند ولس د تیر لرغون تاریخ د بریاوو او سرښندني سره سره ددوی پر زخمو او پر هاروهم چا د ملهمو پتری و نه موښلاوه، چه ددوی راتلونکی او روښانه لوی تاریخ د یو غټ ګواښ سره مخا مخ شو. په دغه ۳۷ کاله کی افغانانو د علم اوفکر خاوندان، تنکی ځوانان ، پیغلی نجونی مور او پلار ، وړونه اوخویندی اود خپلو کورنیو ډیرغړی چه شمیر یې میلیونونو ته رسیږی له لاسه ورکړه او نن هم دغم او ویر پرټغر باندی ناست دی، مګر د سولی، نیکمرغی، آرامه هوا او فضا ددی ویاړلی ملت په نصیب نشوه اولا نورهم ددی بد مرغی جګړی اورونه د کلی نه نیولی بیا تر ولسوالیواو ولایتونود غټو ښارونو پوری راورسیدل ، مګر دجګړی او جنګ په ټپه درول او دسولی فضا راوستل ددی با تور اوغیرت اولس ار مان ته هیچا څه ونکړه او نه هم هیڅوک ددوی په غم او ویر کی د خپل ځان سره دا توان او طاقت وینی چه ډیر ژربه داد سولی کاروان راروان وی او هر څه به ژر حل او فصل شی مګر ددی هیلو پاک ارمان ته هیچا د عمل جا مه ور وانه اغوسته اودا لړی له هغسی روانه ده .
ګرانو لوستونکو:
سبا د کوچنی اختر لمړی ورځ ده. ددی ورځی په ویاړ غواړم ځنی یا دونه او دودونه را په زړه کړم چه هغه وخت مونږڅرنګه د اختر ورځی نما نځلی اوددی ورځو خوشالی څومره په زړه پوری وی او دهیلواو امیدونونه ډکی وی .
لمړی دروژی د مبارکی میاشتی وروستي او دتراویح په آخرنی شپه د ما خستن د لمانځه د اداکولو وروسته زاړه اوځوانان ټوله و مسجد شریف ته را تلل او ملا صا حب به اوږدی اوږدی دعا ګانی کولی او خلکو به ټولو په یوه اواز ورته د امین ناری وهلی، وروسته به دکلیو خلکو په دغه شپه وچه میوه( نکل، ممیز، توری او ژړی وڅکۍ، کشمش او نخود) د ځان سره راوړل او بیا به يې هغه ټوله سره ګډکړل او دلاسو په غبرګو به یې دهر چا و لمن ته ور ډالی کړه او پرټولو حا ضرینوبه یې وویشلی هر چا به د خوشالی احساس کاوی چه روژه او تراویح خلاصی شوی اود اختر ورځ راورسیده نورنو میلی او چړچی شروع شوی. .
دمسجد څخه وروسته په ټول خلک خپلو کوروته ولاړل په کورکی به مورجانی وختی لا نکریزی خښتې کړی وی، او دکورنۍ د ځنی غړو لاسونه به یې په نکریزو کی ور وتړل تر څو چه سهارشی. سهار وختی به ټولو نوی جا می وا غوستی د نوی پټو، نوی خولۍ اونوی لنګوټی سره به د مسجد شریف خواته تشریف یووړ، او ملا صاحب به په دغه ورځ خپل دزړه غرس په ویناوو او نصیحتونو باندی سو ړکړی. ملا صاحب به هم خپل دسپین سان نوی کالی اغوستی وه،ږیره او دسر اوږده ویښتان به یې په شړ شمو غوړیو غوړ کړی وه. د سبا دلمانځه د اداکولواو د لمرد وړانګی د را خوته نه وروسته به هر سړی د کوره څخه لا مخکی پوخ شوی شیر برنج، اوخوږی پخی کړی وریجی اونور خواږه شیان د ځان سره و مسجد ته راوړل . د ملا صاحب ددعا وروسته به هغه ټولو د خورک شیان په ګډه سره خوړل او دلته به دهر یوه د کور د شیر برنج او وریجو صفتونه کیدل چه دچا د کور خواړه یعنی وریجی او شیربرنج ډیر خواږه او مزه داره دی .په دغه ورځ ټول مرور کسان چه د مختلفو عواملو له امله سره مره وروه. حتمآ سره پخلاکیدل او دکینیو حسادت او عیناد حالت ته به یې د پای ټکی کښیښاوی .
.ددی مراسمو وروسته به هر یوخپل کورته ولاړی تر ټولو دمخه به نیکه او انا ته که چیری ژوندی او موجود وه د اخترمبارکی ور کولی او وروسته به هلکانو ومورجانی او خویندوته او نجونو به بیا پلار جان او وړونو ته داختر مبارکی ویلی د خوشالی اوخندا څپی هری خواته خپری وی.
دیوه او دوه سا عتونو وروسته به د کلی خلک دعید ګاه د لمانځه د اداکولو لپاره دولسوالی او ولایت و لوی مسجدو ته تشریف یووړی ، هلته به بیا لوی مولوی صاحب په لوړ اواز سره د اختر په باره کی ښی ښی خبری بیا نولی او خلکو به غوږ پر غوږ ورته ناست وو. داختر د عید ګاه د لما نځه د اداکولو وروسته به غټ مولوی صاحب عمومی دعا وکړه او په دعا کی به یې د پا چا نوم او دهغه دسلطنت د ټنګیدولپاره دعاوی کولی. ددی مرا سمو د پوره کولو وروسته به ټول خلک وا پس د کورو خواته را غلل .
کوم وخت چه به ټول خلک واپس کورته را ورسیدل بیا به پلارجان او دکور مشر وکشرانوته د اختر د مبارکی لپاره نقدی پیسی ور کولی چه کشران به ددی پیسو لپاره پوره یو کال انتظار وه.
وروسته به د ګا ونډیو کلیو خلک نژدی دوستان او خپلوان یو اوبل ته د اختر دورځی په منا سبت مبارکی ورکولی او دیو اوبل کوروته به ور تلل په کورونو که به د میلمنو لپاره رقم رقم خواږه شیان لکه کلچی، پتاسی، کیک، جلبی، نکل، بادام، چار مغز، پلمیټ، شربت او نور خواږه شیان د هرچا د هر کلی لپاره په هر کور کی په پطنوس او مجموکی علیهده او جلا جلا ډول سره پرتی وی او هر چا به د دغه میوو څخه خوند او لذت اخستی. دچای او چلم لپاره به هم موقع برابره وه .
د غرمی وروسته به دکلیو خلک د سا تیریو میدان ته را ووتل چا به هګی جنګولی او نوروبه بیا دغیږی لپاره تیاری نیولو ته انتظار وه او ځنو به بیا ډبره( تیګه)غورځوله. چه په همدی تر تیب سره به داختر لمړی ورځ د ماښام د لمانځه تر وخته په جوش او خروش روانه وه وروسته بیا ټوله کورونو ته ولاړل
په کورکی دهر چا کره به د خپلوانو او دوستانو لخواه څوک میلما نه راغلی وو. اود خبرو اترو بانډار به خورا ګرم او په زړه پوری وو. .
داختر دوهمه او دریمه ورځ به د کلیو شاه وخوا ښځی په یوه مخصوص ځای کی سره را ټولیدلی او دبدلو، غزلو او اتڼونو په واسطه به یې د اخترښی ورځی په خرپ او شړپ نمانځلی او ددغو ورځو پوره در ناوی به کاوه، تر څو داورځی په خوشالی سره تیری کړی.
نارینه به د موټر، موتر سایکل ، پلی او نورو نقلیه وسایلو په واسطه د ولسوالی او ولایت مقام ته تلل او هلته به هم په زړه پوری میلی او چړچی روانی وی تر څوچه داختر دا نیک مرغی ورځی په خوشالی او آرامی سره تیری کړی ، کله کله به د آسونو د منډو ننداره جوړه شوه او کله بیا دنورو حیواناتو په ذریعه رقم رقم لوبی روانی وی. چه ددی لو بو لیدل به خورا دلچسپ او د علاقی وړ وی. .
ګرانو دوستانو:
د کوچنی اختر ورځ زمونږ په مذهب او کلتورکی د خوښی او خوشالی ورځ ده .خوآیا دا ورځ هم کله مونږ نن سبا زمونږ په ګران هیواد افغا نستان کی دغه نیک مرغه ورځ دهغوی میندو، خویندود کورنیو سره ځان شریک ګڼلي دی .چه نن ددی ورځی د خوشالی او خندآ پرځای د ډیرو په ستونی کی ژړاوی او سلګی وینو او کله هم د هغو یتیمانو او کونډو د همدردی او غمشریکی احساس را په زړه کیږی. چه دا کرغیړن او ناولی جنګ ددی کورنیو څخه پلاراو مور، خوراو ورور او دکورنۍ نور غړی د تل لپاره جلا کړل او ددوی دا خوشالی او نیک مرغی یې ور نیمګړی کړی دی. .
نوراځی چه د خپلو انسانی، اخلاقی،وجدانی او دینی وجیبی د مسؤلیت پر بنسټ د خپلی مینی او مهر بانی لاسونه سره ور کړو تر څو هغوی هم د تنهایې احساس ونکړی او ددوی په دغه خوښیواو خوشالی کی ځان ورسره شریک کړو اوپه یوه آواز د لوی څښتن تعا لی څخه وغواړو تر څو دا ګران افغا نستان نور د خپلواو پردیو غلیمانو د ښکار څخه خلاص شی. او دنیک مرغه کو چنی اختر ورځ دغم او ماتم داوښکو پر ځای د خندا او خوشالی هیلی را پیدا شی او دا خاوره د تل لپاره د سولی، رفاه او آرامی هوا او فضا منځ ته راولی ،په دی هیله چه دایمی سوله او امنیت ټینګ سی او زمونږ د افغا نانو دا د ۳۷ کلن کړاونو او بد بختیو پر ځای خوښی ورور ولی او نیک مرغی راشی اوپه همدی ملی احساس پا کو هیلو خپل پاتی ژوند ته د ښکلا او خوند رنګ ورګړو. ددی هیلی په پوره کیدو سره زه هم تا سو ټولو ته د زړه له کومی ددی نیک مرغه کو چنی اختر په منا سبت مبارکی وایم. خوشالی او بر یالیتوب می غواړم.