کور / اسلامي / اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!

اسلام دښمنه صلیبي پادریانو سره څه کول پکار دي!

دلوی مهربان اوغیرتی خدای په پاک نوم سره

په سرکی ټولو با احساسه او په دین او هیواد مینو وروڼو ته خپل احترامات وړاندی کوم

درنو ورڼو دا یو ځل ندی چی دا فرغونی او صیلیبی امریکایان او اروپایان داسلام قرآن او مسلمانانو په وړاندی خپلی لعنتی او فرعونی څیری راڅرګندوی زه فقط دومره وایم چی دقرآن پاک پاڼو ته خو یو ماشوم هم اور وراچولی شی خو دا لعنتی پادریان باید په دی پوه شی قرآن هغه کتاب دی چی نن د یو میلیارد نه زیاتو انسانانو په زړونو او روحونو کی ځای لری په لوح محفوظ او آسمانونه پری ډک دی دالله تعا لی په علم کی محفوظ دی ….

خو افسوس پر هغه مسلمانانو چی داسلام او د اسلام دمقدساتو پروړاندی دامریکایی اروپایی او ددوی سره تړلی شیطای کړیو دا ټولی بی حرمتی په خبلو سترګو او غوږونو اوری او بیا هم ددوی ضمیړ دومره هم نه خوریږی چی قلآ خو یی خپله ایمانی او وجدانی دندی ترسره کړی وی خو بیا هم دادی ګوری یی ددی لعنتی او اسلام دښمنه صلیبیانو ترسیوری لاندی خپل خوبونه وهی او په ډیری بیغربی او بشرمی سره یی ددوی ډالرو او حکمونو ته وازی خولی نیولی دی چی ښه مثالونه یی دتش په نوم اسلامی هیوادونو لیډران تش په نوم د اسلامی تنظیمونو مشران، سیاسیون او داسی نور….

خو راځم اصلی ټکی ته او هغه دا چی دتاریخ په دی حساس پړاو کی په اسلام مینو وروڼو او خوینډو  دیوه کشری ورور په خیث یوه لارښوونه او توصیه ….

۱- په هرځای او هر ډول سختو او نرمو شرایطو کی داسلامی مقدسو ارکانو او اصولو تر لارښونو لاندی څلوریشت ساعته خپل ژوند تیرول او برابرول

۲- دټولو مسلمانانو دښو ته رابلل او بدو څخه راګړځول

۳- داتفاق او اتحاد لپاره کوښښ کول

۴- د اسلام او قرآن دښمنه صلیبیانو، یهودانو، هغه که امریکایان دی او یا هم اروپایان او یا هم ددو ی داخلی او بهرنی لاس پوڅی ګوډاګیانو پروړاندی یی په سر ،مال، ژبی ،قلم، ………مبارزه او پاک جهاد کول

۵ – په یرغلګرو صلیبی لښکرو باندی دبریدونو لپاره دهرډول وسیلی نه کار اخیستل

۶ – په داخلی او خارجی سطحه دټولو هغو پاک نیته او اسلام مینو مبارزینو او مجاهدینو پوره پوره همکاری او ددوی لپاره دلوی خدای څخه دبریالیتوب دعاګانی غوښتل

۷ – په خپل بری ډاډه اوسیدل او هر ګیز دبزدلی، په شا تګ او ماتی خوبونه او فکرونه نه کول

۸ – ټول هغه مرتد مسلمانان چی دکفارو او یر غلګرو سره همکاری کوی عینآ لکه د یرغلګرو سلوک کول

۹ – نن دادی ددی امریکایی او اروپایی لعنتی پادریانو زامن زمونږ دداخلی ګوډاګیانو په کومک او همکاری سره په ډیره بی شرمی او تکبرسره زمونږ په پاکه خاوره خپلی ظالمی لښکری را ایله کړی . نو اوس مونږ ته هم پکارده چی دوی او ددوی دا په دوو ډالړو خرڅ شویو افغانی ګوډاګیانو ته په خپل پوره ایمانداری او قوت سره  داسی د عبرت درسونه ورکړو چی په ټول تاریخ کی یی هیر نشی او دادی اوس ټولو ته مالومیږی چی بری زمونږ دی انشآ الله

پداسی حساسو شرایطو کی که چی صلیبیان او یهودان لګیا دی د مسلمانو په هیوادونو ، مقدساتو، خاوره او ناموس تیریو ته په ډیری بی شرمی او شدت سره ادامه ورکوی او دا لړی یی جاری ساتلی ده که هر مسلمان ځوان دغفلت په خوب کی دویده پاتی شو او دکفارو او ددوی د ګوډاګیانو په وړاندی یی دهرډول موجوده امکاناتو څخه کار وانخیستو نو زما په ګومان چی په خپل ایمان او وجدان د له سره کتنه وکړی!!!!

نن دا ټولی ناخوالی او بی حرمتی زمونږ دځینو مسلمانانو دبیفرتی او بی ابتفاقی څخه دی . د ۵ روپو ډالړو لپاره د هر څه خرڅولو ته تیاردی او د همدا بی غیرتیو نتیجه ده چی نن د نړی ټول مسلمانان ددا ډول بی حرمتیو سره مخامخ دی.

په خپله ځینی مسلمانان د نورو مسلمانانو په لوټ او تالان کی د صلیبیانو سره همکاری ته لاس په نامه ولاړ دی چی ښه مثالونه یی زمونږ افغانی تش په نوم اسلامی او سیاسی  لیډران او جاسوسان ، دعربی او ځیینی نورو تش په نوم اسلامی هیوادونو چلتاریان او داړه ماران دی چی تل په خپلو عیاشیو کی ډوب دی او د اسلام او اسلامی مقدساتو او مسلمانانو په وړاندی بی حرمتی یی حتی وجدان هم په شور نه راولی

دسوال ، ځاریو ، ژړا او فریاد، لاس په زنی کیناستو او دبغمه خوبون وخت نه بلکه د مبارزی او پاک جهاد او توری وخت دی ځکه زمونږ ژړا او فریاد ته په دا دومره وخت کی هیڅ یو دنړۍ بشر پلوه ډلی او فرمان برداره غوږ ونه ونیولو او بر عکس همدا تش په نامه حقوق پال او بشر پال نړیوالی ټولنی او سازمانونه پر بی ګناه مسلمانانو باندی د یرغل او بریدونو ناروا حکمونه ورکوي.