د ” جگړې د لوخـړو ” استـعاره په بـنسټـېز ډول د ژورنالېـستانو، ډېـپلوماټانو، تأرېخپوهانو او اکاډېـمـیسیـنانو له پلوه ددې لپاره کارول کېـږي چې له مخې ېې د هغو نـه روښـانه کېدونکو او نامتجانـسـو پـېـښـو سپـړنه او شرحه وړانـدې کړي چې د جگړې له بې نظمه تیاتر څخه سرچینه اخلي او یا لږ تر لږه له جگړې څخه د راپارېـدلو پـېـښـو د ډډو په شاربلو د پـېـښـو جرړې په مننونکې او منطقي ډول را څرگندې کړي. مگـر د ” ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې” د کـلونو په لړ کې دغه اصطلاح د یو موټو شرکـتي – سوداگریزو رسنیو ، رسنوالو او د ټولنې د ځان ستایه ممتاز قشر د غړو ترمنځ د یوې چلند وړ ییکۍ په توگه په ډیرې بېخوندۍ او بې ارزښتۍ ول په ول اړول کېـږي ، دوی په دې سره په لوی لاس غواړي د افغانستان او عراق د جگړو له تیاترونو څخه د لمر په څېر روښانه را کټېدلي څرگند حقایق تیاره یا پټ کړي او یا له ځانه ورته په بله بڼه رنگ وکړي ، دوی غواړي د حساسو کړکچېنو پـېـښـو او د هغو پرېکړو پرمخ پرده وغوړوي چې پاېله ېې د جگړو پر دوام ا َوړي تر څو له دې لارې په ډېرې ځېرکۍ د ډله ییزې بېخودي یا د ډله ېېز فکري کنترول په رامنځته کولو و کولای شي له ځانه نا خبره ولس تر هغې کچې کرخت او سوړ وساتي چې نور د جگړې په اړوند د کره او ناکره څرگندونو وسه ونه لري اونه ورته گوته و نیولای شي.
” د لوخړو” نښې
کله چې په افغانستان کې د ناټو د ورځـنېو ، پرله پسې او ړندو هوايي بمبارېـو په اور کې بې گـناه مُـلکي افغانان وژل کېـږي ، کله چې په هلمند یا نورو ځایونو کې د کلیوالو پر کورونو باندې د شپـې له پلوه د آسیاف د ځواکونو د ناڅاپه او غلچکي اوښتـنگ په لړ کې بې گناه کلیوال وژل کېـږي ، کله چې د آیساف د غړو ځواکونو تر منځ د ناڅاپو دوه اړخیزو ” دوستانه ډزو” په کړس کې د نېواکگرو ځواکونو سرتیرو ژوند اخیستل کېـږي او کله چې د څارگرو ادارو د تېر وتنو پاېلې په خپله د څارگرو ادارو او یا هم د سیاسي شرم لامل گرځي نو له ټولو مخکې سترې رسنۍ په بېـړه پاېڅې را بډ وهي اوپر جگړې باندې د نیوکو او کره کـتـنو د مخنیوۍ لپاره ټوله پړه د « جگړې پر لوخړو» د یوه تیزاب او مالگې په توگه ور شېندي.
په ورځچلندې ژبې کې د ” جگړو لوخړې ” د یوې اصطلاحي گډولې په توگه د سپتامبر د یولسمې نېټې د پـېـښـو مهمه نښرغانده ” پدېده” ده. د بوش او اوباما دواړو ولسمشرېـزو ادارو، او تر څنگ ېې جگړه پالو رسنېو د ډنډورو په اچولو له امریکايي ولس او نړۍ څخه غوښتل دا ومني چې د بکسونو د پریکولو په چړو سمبال ۱۹ تنه مسلمانان د دیني اورپکۍ تر اغیزو او د افغانستان د سپین غره په سمڅو کې پټ د القاعدې د کړۍ د مشر اسامه بن لادن تر سر مشرۍ لاندې ، له مخکې د یوه سمبال او سنجول شوي پلان له مخې ، او یا په درغلۍ په دې بریالي شول چې په کال کې ۵۰۰ بیلیونه ډالره د امریکا د ملي امنیت له سترې ادارې او څارگرې ادارې څخه را وشاربي.
پر افغانستان باندې د امریکا د یرغل تابېا او پلانونه د سپتامبر د یولسمې له پـېـښو مخکې نېول شوي ول
پلټونکو خبریالانو « Jean-Charles Brisard» او « Guillaume Dasquie» د نښې د منځ په وېشتلو د « Forbidden Truth, U.S.-Taliban Secret Oil Diplomacy And The Failed Hunt For Bin Laden » تر نامه لاندې کتاب لیکلی دی ، ددوی د لېکنو له مخې اوس موږ پوهېـږو چې د سپتامبر د یولسمې نېټې د پـېـښو له رامنځته کیدا مخکې امریکا لا ډېر وړاندې پر افغانستان باندې د برېد تابېا په پام کې نیولې وه ، نوموړو لیکوالانو د امریکا دا پلان رسوا کړی دی. ددغو زړَورو فرانسوي ژورنالیستانو په وینا د پوځي گام د اوچتولو لپاره امریکايي انگېزه د [Trans-Afghan-Pipeline] د وړاندېز شوې نللېکې په خبرو اترو کې د طالبانو په ټېنگ درېځي سیاست کې نغښتې وه ، دغه نللېکه په پام کې وه له تورکمنستانه را پيل او له افغانستان څخه په تېریدا د پاکستان د گوادر په بندر کې له عربي سمندرگي سره ونښلول شي . بیسارډ او ډاسیک د پَردې په پورته کولو وايي چې د ۲۰۰۱ زکال په دوبي کې په برلین کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ، نیاز نیک ، او امریکايي چارواکو تر منځ د افغانستان په تړاو یو کنفرانس نیول شوی وو ؛ د کنفرانس په لړ کې څرگنده شوه چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې پوځي گام به ژر اوچت شي خو دغه گام باید لږ تر لږه د اکتوبر د مېاشتې له نیمايي مخکې اوچت شي. ښاغلی نیک دا هم وايي چې یرغل به د تاجیکستان له پوځي اډو را پيل او روسیه او وزبکستان به هم په دغو عملیاتو کې د مرستندویانو د ونډې په لوبولو را گډ شي. د ۲۰۰۱ز کال د فبرورۍ په مېاشت کې د طالبانو یو پټ استازی سید رحمت الله هاشمي واشنگتن ته را ورسید ، نوموړي ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې استازې کرستینا روکا Christina Rocca په نیغه وویل : ” یا به زموږ د سرو زرو غالۍ منۍ یا به مو تر بمبونو لاندې ښخ کړو” ؛ دغه له ډېپلوماتیکو حساسیتونو وتلی گواښ د نللېکې ناکامو خبرو اترو ته یوه نیغه نغوته وه.
د دې تر څنگ موږ لاسوندونو په لاس کې لرو چې د ۲۰۰۱ زکال په دوبي کې اسامه بن لادن د دوبۍ په هیواد کې د خپلو پښتورگو د تفرق اتصال یا « dialysis» لپاره په یوه روغتون کې بستري شوی وو چې لېدنې ته ېې د سي آی اې یو شمیر افسران ورغلي ول. همدارنگه پر نړیوال سوداگریز مرکز باندې د سپتامبر د یولسمې له برېدونو دوه ورځې مخکې [ د سپتامبر په نهمې او لسمې] ، [ د پېښې په ورځ د سپتامبر په یولسمې ] او له پېښې وروسته [ د سپتامبر په دولسمې او دیارلسمې] نېټې بن لادن د پاکستان په راولپنډۍ کې یو بیا ځل د پښتورگو د تفرق اتصال لپاره بستري شو او دلته ېې بیا د سي آی افسرانو ته په ورین تندي ښه راغلاست وویل. ښه ! اوس نو له دغو مالوماتو څخه زموږ لاس ته څه راځي؟ څرگنده ده چې د لادن د نیولو یا وژلو په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ته هغه شیبه په لاس ورغلې وه چې نن ور پسې ټوله نړۍ لالهانده گرځي خو امریکايي مأمورینو په هغه مهال کې هېڅ داسې گام اوچت نه کړ. زما په گومان پورتنۍ خبره له اره د سپړلو وړ نه ده او په خپله د هغو کسانو د لید لوري او باور ډډې لا پسې پیاوړې کوي چې د هغوی په وینا بن لادن د یوې غیر قانوني جگړې د پیل لپاره د امریکا په ورغوي کې یوه وړیا توجیه کښېـښودله او له همدې امله ول چې امریکا له دغو آسانو لاسته ورغلو شېبو څخه گټه پورته نه کړه او لادن ېې ونه نیو. تل په دې ټینگار شوی چې طالبانو د لادن د سپارلو یا له هېواده د هغه د شړلو هېڅ ډول خبرو اترو ته غاړه نه کښېـښودله او یا له اره ېې پاملرنه ورته نه کوله. دغه ادعا هم چورلټ یوه بې بنسټه ډنډوره او پروپاگنده ده ، ځکه طالبانو په څو څو ځله د مخـَـنیو خبرو له لارې هڅه وکړه چې د لادن د شخړی د هوارولو لپاره له سوله ییزې لارې وړاندېز وکړي ، خو د واشنگتن رسمي چارواکو دغه وړاندیزونه په هر گام او هر موړ کې په ډېرې ساده گۍ په شا ووهل .
د القاعدې مواسه ” افسانه ”
د امریکا د رسمي چارواکو ، د هغوی د ټلوالې د ملگرو ، د دفاعي تړونونو د ټیکه والو او غوړه مالو رسنیو له بې لاریو شویو او خوسا بدوږمه فکرونو پرته زموږ په منځ کې داسې د ډاډ وړ اغیزمنې څیرې هم شته چې د هغوی په باور د القاعدې په نامه کوم بنسټ له اره شتون نه لري. د ۲۰۰۵ ز کال د نوامبر د مېاشتې په ۲۰ نېټې د [Al-Qaeda-the Database] تر نامه لاندې یوه خپروندیه پروگرام چې مشري ېې ښاغلي [Pierre-Henri Bunel] کوله د بریتانې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ولسي جرگې غړي رابین کوک د یوې مرکې په لړ کې وویل :” که رښتیا درته ووایم داسې یو وسلوال اسلامپاله لښکر یا ترهگره ډله چې نوم ېې القاعده وي شتون نه لري. باید در غبرگه کړم چې په څارگرو چارو کې هر کارپوه افسر په دې خبرې ښه پوهیږي. مگر د ډنډورو او پروپاگندونو تاوده کمپاینونه په کړس روان دي ترڅو دداسې یوې پيژندل شوې هستۍ پر شتون باندې خلک باور وکړي چې ” د اورلگاوي شیطان” استازیتوب کوي ، دا یوازې ددې لپاره کـېـږي چې د تلویزیون د لیدونکو د فکرونو منځټکی دې ته را وکاږل شي چې د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې یوه یو موټې نړیواله مشري ومني. د دغو ډنډورو او پروپاگندو تر شا په خپله امریکا او د ترهگرۍ پروړاندې د امریکايي جگړې لپاره یو شمېر د لالان ولاړ دي او دوی یوازې د پیسو راټولولو ته لیواله دي او بس.”
د ناډاډمنتېا له مخې ” لوخړې ” لېرې کېږي
همدا اوس په افغانستان کې د اته وېشتو هیوادونو پوځیان تیارسی ولاړ دی. د سپتامبر د یولسمې په پـېـښو کې نه د افغانستان هېواد او نه هم کوم افغان ونډه درلودله. اوس پوښتنه دا ده چې پر افغانستان باندې د امریکا د برېد په موخو کې کوم لاملونه نغښتي ول چې امریکا ېې یرغل ته را وپاروله؟ له دې چې پر افغانستان باندې د یرغل په پرېکړه کې ترهگرۍ هېڅ ډول ونډه نه درلوده نو هرو مرو له ترهگرۍ پرته نور مبتادل فکتورونه باید وي چې امریکا ېې دداسې یوه یرغلیز گام اوچتولو ته را وهڅوله. هېڅ څوک د افغانستان له لارې د یونوکال د نللېکې د پلان د غځېدا له اهمیت څخه سترگې نه شي پټولای ، او د طالبانو له دې پریکړې هم څوک سترگې نه شي پټولای چې غوښتل ېې نوموړې نللېکه د ارجنتاین د برایدس Bridas کپمنۍ ته ور ورسپاري ، او له دې هم اوس څوک سترگې نه شي پټولای چې دغو پلانونو په خپله جگړه رامنځته کوله. بله دا چې وړاندیز شوې نللېکې د امریکا/سعودي مالي عملیاتي بنسټونو ( کنسرسیوم) ته دومره په بیلیونونو ډالر را زیږول چې له اره د سپړنې او شننې وړ نه دي. هېڅ شک نه شته چې دا ټول په گډه د جگړې د رامنځته کیدلو فکتورونه دي. ددې ترڅنگ موږ ټول پوهیږو چې د جگړې مهندسین جیورج ډبلیو بوش او ډیک چیني دواړه د تیلو ټېکه واله دلالان دي. د زبده وو رسنیو او د هغوی د دولتي ملاتړوالو ترمنځ نه شنل کیدونکي یا د پوهیدنې وړ گران ټکي به د ” جگړې د تور لوخړو” په چکړو کې خیشته او هغوی ته به دومره د پېچلو او گونگو رنگونو جامې ور واغوستل شي چې د ولسي وگړو په فکري گیډو کې د هضم وړ نه وي ، خو د هرې ورځې په تېرېدنې موږ ته نوي او تاند لاسوندونه په لاس راځي او دې ته نغوته کوي چې د ” ترهگرۍ پروړاندې ” امریکايي جگړه هسې یوه منځتشې مواسه ده ، د دغې افسانې ډهلونه د بې وزلو هیوادونو پر وړاندې په دې پلمې درمبَـول کیږي چې گڼې د هغوی دولتونه د ترهگرۍ ملاتړ کوي خو په رښتوني اړخ کې که له یوې خوا دا د نړۍ د مخ په ورکیدلو سرچینو د زبیښلو لپاره یوه پلمه ده له بلې خوا د ستراتيژیکو گـټو د خوندي ساتلو په موخه په نړۍ کې د ځواکونو د پلې کولو اود نویو اډو د جوړولو لپاره بله لاره ده.
بروس ریچاردسن