1- د اختر له لومړۍ شپې نه د اختر تر لمونځ پورې د تكبير ويل . نارينه دا تكبير په جوماتونو ، كورونو ، بازارونو كښې د خداى پاك د تعظيم او دهغه د شكر د په خاى كولو په خاطر …… او د خوشحالۍ د اظهار لپاره په لوړ آواز سره كوي .
او ښځينه بايد تكبير په ټيټ آواز سره وكړي ( په فردي صورت ، نه په ډله ايز ډول ) د اختر د لمانځه تكبير ( الله أكبر .. ألله اكبر .. الله أكبر.. لا إله إلا الله .. الله أكبر .. ألله اكبر … و لله الحمد )
2- د اختر د لمونځ اداكول ، يعنى د اختر لمونځ بايد په هيڅ صورت هير نه شي .
3- د اختر لمونځ ته له تللو د مخه غسل كول او ” نارينه بايد عطر استعمال كړي.”
د نويو او يا د پاكو جامو اغوستل .
4- د اختر له لمونځ له ادا كولو نه د مخه يو څه خوړل . بهترين شى خرما ده.
5- د لمونځ لپاره د تكبير ويل .
6- په عيدګاه كښې د لمونځ ادا كول – د نارينه ؤ ، ښځينه ؤ او اطفالو لپاره-، ( هغه ښځې چې په حيض كښې دي يعنى مياشتنۍ دوره كښې دي هغوي خطبې ته حاضريداى او خطبه اوريداى شي اما لمونځ نه شي كولاى).
7- عيدګاه ته په خپلو پښو يعنى پياده تك او په بله لار بيرته راتك . ( البته كه عيدګاه يا جومات لرې وي نوسړى په موټر يا بله ترانسپورتي وسيله كښې تلاى شي)
8- په عيدګاه كښې د اختر له لمونځ نه د مخه نفل لمونځ نه كيږي.
9- د اختر لمونځ دوه ركعته دى ، لومړی ركعت له اوو تكبيرونو ( الله أكبر ) سره پيل كيږي او دوهم ركعت له پنځو تكبيرونو سره پيل كيړي .
كله چې ملا إمام دوه ركعته لمونځ پا ى ته ورسوي او مخ وكرځوي نو د خطبې په ويلو پيل كوي چى لمونځ كوونكي بايد خطبه واوري .
10- يوبل ته د اختر د مباركۍ وركول.
يادونه :
1- مسلمان ته ښايي چې د ( فطر زكات) د اختر د لمانځه څخه د مخه وركړي . د فطر زكات وركول د روژې په وروستيو دوو ورځو كښې وركول كيداى شي. خو كه څوك يى د لمانځه د ادا كولو نه پس وركړي څه فايده نه لري . ( دا بيا ګناه ګڼل كيږي )
2- د شوال په مياشت كښې بايد شپږ ورځې روژه نيول هير نه شۍ ، خپلوانو، دوستانو او آشنايانو ته هم بايد توصيه وشي چې د شوال په مباركه مياشت كښې هم شپږ ورځې روژه ونيسي . رسول اكرم (ص) فرمايي :
( من صام رمضان ثم أتبعه ستاً من شوال كان كصيام الدهر ) مسلم
چا چې د روژې د مياشتې روژه ونيوله او بيا يى د شوال شپږ ورځې روژې ونيولې داد يو عصر يا د يو عمر د روژو په شان دي.
په اختر كښې خلك خوشحالي كوي او د خداى شكر په ځاى كوي . د يو مسلمان لپاره دا د شكر اختر دى ځكه چې دى ديرش ورځې روژه نيسي او د خداى امر په ځاى كوي او په اختر كښې ځكه خوشحالي كوي او شكر باسي چې خداى ورته د روژې په مياشت كښې چې د رحمت او مغفرت مياشت ده، په هغه باندى د رحمت باران وروي او مغفرت ورته كوي
طاعتونه او عبادتونه مو خداى قبول كړه
اختر مو مبارك شه
خداى مو خوشحاله او نيكمرغه لره آمين
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه