دکندهار دژیړۍ ولسوال عبدالکريم اولسمل له یوه وسله وال برید څخه روغ رمټ ووت خو دهغه یو ساتونکې ووژل سو.
د کندهار د والي وياند زلمۍ ايوبي وايي چي ولسوال عبدالکريم ولسمل نن غرمه دوولس بجي د ژيړۍ ولسوالۍ څخه دکور په لور راروان و چی دوسله والو تر برید لاندی راغی .
نوموړی وایی چی په یاد برید کی یوازی د ولسمل یوساتونکى وژل سوی او بل کوم چاته پکی زیان نه دی اوښتی.
د برید په اړه تر دی دمه کومی ډلی څه نه دی ویلی.