کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

ميدان وردګ : د دوو شکمنو کسانو د نيولو ادعا وسوه

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په ميدان ورګو ولايت کي يې دوه تنه شکمن کسان نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه دوه تنه شکمن کسان يې په هغو عملياتو کي نيولي چي د طالبانو د يوه قوماندان چي د کوټې شورا سره يې تړاو درلود د نيولو په موخه ترسره کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .