کور / تازه خبرونه / بغلان : يوه ځانوژونکي درو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

بغلان : يوه ځانوژونکي درو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په يوه ځانوژونکي بريد کي چي نن ورځ په بغلان ولايت کي وسو پکښي دوه تنه ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . د دې ولايت امنيتي چارواکي ياد ځانوژونکى بريد مني او وايي چي ياد بريد د عامه نظم پر پوليسو ترسره سوى چي په پايله کي يې دوه تنه ووژل سول او يو بل تن ژوبل سو . د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ياد بريد مـسئوليت منلى او وايي چي په دې بريد کي يې څلور قوماندانان وژلي .