کور / تازه خبرونه / بغلان : لسو طالبانو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعا وسوه

بغلان : لسو طالبانو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعا وسوه

په هغه نښته کي چي د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو له لوري په بغلان ولايت او مزار شريف پر لويه لار رامنځ ته سوه پکښي څلور طالبان وژل سوي او شپږ نور ژوبل سوي دي . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د ټروريزم په وړاندي د مبارزې مدير احمد جان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي دغه نښته نن سهار شاوخوا نهه بجې د پلخمري ښار ته څېرمه د چشم شېر په سيمه کي رامنځ ته سوې . نوموړى وايي چي پوليسو په دې نښته کي د بهرنيو ځواکونو په مرسته وار اول کړ او څلور وسله وال يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل . نوموړى وايي چي په دې نښته کي د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .