د سرِپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې پنځو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې . د دې ولايت د امنيت آمر سمونوال باکر رسنيو ته وويل چي تېره ورځ ناوخته د صياد ولسوالۍ په مرکز کي د طالبانو د يوه سرګروپ ملاشعيب په ګډون يې پنځو تنو وسله والو طالبانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واړوله چي کله يې د دې ولسوالۍ په يوه سيميزه پوسته بريد وکړ . نوموړى وايي چي بريد درې ساعته دوام درلود چي په پايله کي يې ملاشعيب او يو ملګرى يې ووژل سول او درې نور ژوبل سول .
د يادوني وړ ده چي په دې تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .