کور / راپور / توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي

توريالى ويسا : د ټاکنو پر مهال به امنيت ډاډمن وي

نن تر غرمې وړاندي د کندهار ولايت په ٢٠٥ اتل قول اردو کي د وږي د مياشتي د ٢٧ نېټې د ټاکنو د امنيت لپاره امنيتي غونډه جوړه سوې وه چي پکښي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا،د ٢٠٥ نمبر اتل قول اردو قوماندانى مرستيال جنرال امير محمد، په کندهار کي د سهيل لوېديزي حوزې په سطحه د پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان پاسوال شفيق فضلي او د سهېلي زون په کچه د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عبدالواسع الکوزي ګډون کړى وو.


 


کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او د ٤٠٤ ميوند زون قوماندان پاسوال شفيق فضلي پخپلو خبرو کي وويل چي د کندهار او شاوخوا ولسواليو پرته د ميانشين او غورک نوري ټولي خوندي دي ، د دوى له لوري پکښي شاوخوا ١٢٠٠ تنه ملي پوليس او ملي اردو د امنيت په موخه ځاى پر ځاى کړي دي او هر کس دي په بشپړ اطمئنان سره د رايو مرکزو ته ولاړ سي .  نوموړو همدا ډول وويل چي دوى د يوه پلان په کار اچولو سره راتلونکي اختر د مراسمو ورځي د امنيت له اړخه خوندي ساتلي او مېله وال دي پخپله خوښي سره خپلي د خوښۍ ورځي ولمانځي .



همدا ډول  په دې امنيتي غونډه کي د سهيل لويديز زون په کچه د ټولټاکنو د خپواک کمېسيون مشر عبدالواسع الکوزي هم خبري وکړې او وې ويل  د وږي پر ٢٧ نيټه د ترسره کيدونکو پارلماني ټاکنو په ورځ به  د کندها رولايت د ٢٠٩ فعالو مرکزونو په  ٩٣٥  محلونو کي ٥٦١٠٠٠ زره رايه اچونکي رايه د خپل خوښي د کاندي په ګټه کار کړي .