قدرمنو او متدینو دوستانو ، څنګه چی روژه خپل پای ته نږدې سوې ده ، نو اوس د اته ویشتمی روژې لپاره اته ویشتمه ډالۍ تقدیموم چی یو عقیدوی درس دی ( ن . صمد ) .
عزرایل او موسی (ع) :
یوه ورځ عزرایل (ع) موسی (ع) ته راغی او موسی (ع) ورڅخه وپوښتل چی د ملاقات لپاره راغلی یې او که می روح قبض کوې ؟ عزرایل ورته وویل چی روح دې اخلم . موسی (ع) ورته وویل چی لږ مُهلت راکړه تر څو د خپلو اولادونو او کورنۍ څخه خدای په اماني وکړم . عزاریل (ع) ورته وویل چی وخت نسم درکولای او نه هغه زما په اخیتار کی دی .
موسی (ع) هم پر سجده سو او د خدای څخه یې وغوښته چی عزرایل (ع) ته وفرمایی چی لږ مهلت راکړي تر څو د اولادونو سره وداع وکړم . خدای (ج) هم عزرایل ته وفرمایل چی موسی ته څه مهلت ورکړه . عزرایل (ع) هم همداسی وکړه .
موسی (ع) خپلی مور ته راغی او ورته ویې ویل چی یو سفر په مخ کی لرم . مور یې ورته وویل چی کوم سفر ؟ موسی (ع) ورته وویل چی د آخرت سفر . مور یې سمدلاسه وژړل . وروسته خپلی میرمنی ته راغی او خپل ماشوم یې د هغې په غیږ کی ولید . د میرمنی سره یې وداع وکړه او ماشوم یې خپل لاس موسی (ع) ته ور واچاوه او ویې ژړل . د موسی (ع) زړه هم پر ماشوم وسوځېد او ویې ژړل .
خدای تعالی پر موسی (ع) باندی وحی نازله کړه چی : اې موسی ، ته خو زما دربار ته راځې ، نو دا ژړا او زارۍ د څه لپاره دي ؟ موسی (ع) عرض وکړ چی : زړه می پر خپلو کوچنیانو باندی سوځی . خدای تعالی ورته وفرمایل چی : اې موسی ، خپل زړه د هغوی څخه وشلوه ، زه د هغوی ساتنه کوم او هغوی د خپلی مینی په غیږ کی روزم . د موسی (ع) زړه هم آرام سو او عزرایل ته یې وویل : روح می د کومی عضوی څخه باسې ؟
عزرایل ورته وویل چی د خولې له لاری . موسی (ع) ورته وویل چی آیا د هغی خولې څخه می روح اخلې چی بلا واسطه یې د الله سره خبري کړي دي ؟ عزرایل ورته وویل چی ښه ، د لاس څخه یې راباسم . موسی (ع) ورته وویل چی : آیا د هغه لاس څخه چی د تورات الوات یې اخیستی و ؟ عزرایل وویل چی د پښو څخه . موسی (ع) ورته وویل چی د هغو پښو څخه یې اخلې چی د هغو په ذریعه د خدای د مناجات لپاره د طور غره ته ورتللم ؟ دا مهال عزرایل (ع) یو خوشبویه نارنج ورکړ او موسی (ع) هغه بوی کړ او روح یې والوته .
ورووسته ملایکو موسی (ع) ته وویل چی اې هغه نفره چی د ټولو پیغمبرانو له منځه په آرامۍ سره مړ سوﺉ یې ، مرګ څنګه و ؟ موسی (ع) ورته وویل چی : مرګ داسی و لکه د پسه څخه چی په ژوندونی پوست وکاږې .
هو ، دا ساعت هر انسان ته انتظار کوی او د قرآن له مخی به هر څوک د مرګ مزه څکی . نو ښه به دا وی چی د آسانۍ لپاره ډیر څه وکړو ، که نه په فعلی کړنو به خدای خبر چی نجات مومو .