دمادې جوړښت ( structure of the matter) :
ماده په عمومي توګه یو جسم ته ویل کیږي چې کتله ولري اوپه فضا کې حجم اشغال کړي . په فزیک کې ماده داتومونو اودهغوی په پرتله لانوروکوچنیوبڅرکوڅخه جوړه شوې ده کوم چې کتله لري اویاداچې دانرژی سره معادل کمیت تشکیلوي . ماده په څلوروحالتونوکې پیداکیږي . دبېلګې په توګه لکه جامد،مایع ،ګاز اوپلازماحالت . کله چې مادې ته دومره حرارت ورکړشي چې په پایله کې په ګازواوړي او اتومونه یې ایونایزشي دپلازما په نامه سره یادیږي . کریستال هم یوه ماده ده چې ځانګړی جوړښت لري اوپه خپل وارسره دمولیکولونو، اتومونو، داتوم هستو، الکلترونونواوکوارکونوڅخه جوړدی . په اوسني وخت کې دمادې ډیر ډولونه پېژندل شوي دي . دبیلګې په توګه لکه توره ماد، ضدماده ، بیګانه ماده اوهستوي ماده .
۱- جدول : بلور (کریستل Crystal ) دمادې یوځانګړي جوړښت ته ویل کیږي چې یوټاکلی کیمیاوي ترکیب او په فزیکي تړاو ځانګړی منظم اټومي جوړښت ولري .
اټوم : (Atom) – :
په یوناني ژبه کې اټوم د(نا ویشونکی ) مانا لري اودیوه عنصر ترټولوکوچنۍ ذره ده چې دهغه عنصرټول خصوصیات پکې شتون لري . که څه هم یواتوم د کیمیاوي طریقوله پلوه لا نور دتجزیې وړنه دی ، خودفزیکي کړنلاروپه مرسته کیدای شي چې اتوم لانورهم په کوچنیوذروتجزیه شي . دیادولووړده چې داتوم څخه لانورې کوچنی تولیدشوې ذرې دهمغه عنصرخواص دلاسه ورکوي .اتوم دیوې مثبت چارج شوې هستې اودمنفي چارج شووالکترونوڅخه جوړدی . داتوم په پوښ کې الکترونونه دیوې منفي چارچ شوې اوريځ په توګه په توپیرلرونکوبیضوي مدارونو(Orbital) اودهستې څخه په ټاکلي واټن کې پراته دي چې دهستې په شاوخواراڅرخیږي . دغه مدراونه دانرژي یوټاکلی مقدار ( لیول level ) په ډاګه کوي . داتوم الکترونونه دکولومب بريښنایزقواو Coulomb force په مرسته د هستی سره تړون لري او هغوی دتعادل په حالت کې ساتي . بلخواداتوم په هسته کې بریښنایزمثبت چارج شوي پروتونونه اوبریښنایزخنثی نیوترونونه هم شتون لري چې هغوی دهستوي قواوپه مرسته دیوبل سره کلک تړلی دي . یوازې دهایدروجن اتوم په خپله هسته کې یوپروتون لري خونیوترون نه لري . څرنګه چې داتوم په مدارونوکې دالکترونوشمیراوداتوم په هسته کې دپروتونوشمیر سره یوشان دی نوله دې کبله اتوم په بریښنایزتوګه بهرته خنثې خواص ښيي . داتوم په هسته کې دپروتونوشیردیوې خوا دهمغه عنصر کیمیاوي خواص اودبلې خواپه پریودیک جدول کې داتوم شمېره تعین کوي . هغه اتومونه چې په هسته کې یې دپروتونوشمیرسره یوشان وي خودنیوترونوشمیریې دیوبل څخه توپیرولري دهمغه عنصردایزوټوپوپه نامه سره یادیږي . داتوم لږڅه ټوله کتله په هسته کې راټوله شوې ده . دهریوه اتوم کتله دنسبي کتلې په مرسته پېژندل کیږي . دیوه اتوم نسبي کتله هغې کتلې ته ویل کیږي چې ګڼه دکاربن کتلې دوولسمې برخې) ( څخه څوځله ستره برخه تشکیلوي . په بله وینا دکاربن اتوم ایزوټوپ دوولسمه برخه داتومي کتلې واحدپه توګه ټاکل شوی دی چې کتله یې مساوي ده له : ، ، ترټولوسپک اتوم دهایدروجن اتوم دی چې کتله یې ، اوترټولودروند اتوم دسرپ فلز اتوم دوه سوه اته ایزوټوپ دی چې کتله یې قیمت لري