تعبیر
سوری سوری په ټټر ښه یمه پیغور نه منم
زه دپښتون زوی یم جرګه منمه زور نه منم
نن به یی خوښ شم دغلیم، دی شازلمي راسره
چا چه ستون کړی ورور په کور دی هغه خور نه منم
څوک چه دبل په لمسون خپل کلی ته اور اچوی
که مو هم پلار سره شریک وی زه یی ورور نه منم
زویه! زلمی یی ولاړ شه پلار په شانی وکړه توره
دلته زما سره کیناستل دی نور په کور نه منم
چه وی یوازی دخپل ځان په فکرو ذکر کی ډوب
زه دی هغسی پښتون حس نه منم شور نه منم
ما د(فیضی) دقلم اوښکی دی په خوب لیدلی
تعبیر یی دا دی چه په دی وطن دی نور نه منم