کور / تازه خبرونه / خيبر پښتونخوا : تر ٦٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

خيبر پښتونخوا : تر ٦٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په خيبر پښتونخوا کي د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي اوولس تنه ووژل سول او تر څلويښتو زيات ژوبل سول . سيميز پوليس وايي چي د پېښور ايالت د پښتونخوا صوبې په لکي مروت کي سهار وختي د پوليسو د يوې تاڼې سره يوه ځانووژنکي بريدګر خپل د چاودېدونکو توکو ډک موټر وجنګاوه چي په پايله کي يې د تاڼې د ودانۍ نيمه حصه له منځه تللې او يادو کسانو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې . د عيني شاهدانو په وينا چي پېښه نن سهار وختي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله يوه ځانوژونکي خپل موټر په لکي مروت کي د پوليسو د ځايي مرکز سره وجنکاوه چي وروسته يوه درنه چاودنه رامنځ ته سوه او پکښي يادو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته . د ودانۍ څخه د ژوبل سوو او مړو کسانو په اړه پلټني رواني دي کېداى سي چي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو په مرګ ژوبله کي ډېروالى راسي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پور ي کومي ډلي څه نه دي ويلي .