نۀ ښکاري انسان ورته انسان خېر دی بيا هم نۀ پرېږدم در دَ جانان خېر دی
تا خفګان له کله ورکولی شم قتل بۀ اوکړم دَ خپل آرمان خېر دی
ماته دَ مجنون ، فرهاد قصې مه کړئ څومره کۀ راورسي تاوان خېر دی
ووم آباد برباد کړم اعتماد مدام هر څنګ کۀ وي تېر بۀ شي دوران خېر دی
قدر ئې زما زړۀ کښې کمېږي نۀ اوسم کۀ بهر دَ پاکستان خېر دی
نۀ شی نااميد توابه سختو ته رابه شي بهار کۀ دے خزان خېر دی
________________
٢٠٠٠_٤_٢____ الرياض