آى جې سي عامه يوهاوي له لوري لراوبر ته پر رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو يو قوماندان او يو شمېر شکمن کسان يې نيولي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه قوماندان طالبانو ته وسلې او نور تجهيزات برابروله . په خبرپاڼي کي راغلي چي دغه کسان يې د کندهار ولايت د دامان په ولسوالۍ کي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري په عملياتو کي نيول سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري په سهيل لوېديځه حوزه کي د طالبانو وياند څه نه دي ويلي .