متن : نور به ژړا او فرياد نه کومه
نوربه خپل ژوند په خوشالۍ کومه
نور نو د بل خوښې ته نه ګورمه
نور نو خپل ژوند په خپلواکۍ کومه
نور به نو مرګ ته غاړه نه ږدمه ژر
نور نو د ژوند په مانا ځان په پوهوم
نور به موسکی موسکی موسکی ګرځمه
نور نو د ژوند په ادا ځان پوهوم
نور نو خپل ځان ته خپل مرګ نه غواړم
نور نو خپل ژوند د خدای نعمت ګڼمه
نور به د هرې شيبې قدر کوم
شيبه شيبه به غنيمت ګڼمه
توبه توبه خالقه ومې بښه
نور دې ښکلا څخه مخ نه اړوم
نور به ښکلا کې ښکلاګانې غواړم
نور له دونيا څخه مخ نه اړوم
نور به نو ژوند کوم او مينه به کړم
دامې له ځان سره وعده کړې ده
نور به ګناه کې ثواب نه لټوم
نور مې د پاک ژوند اراده کړې ده